د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

په کابل کې د سوالګرو له زیاتوالي د ښاریانو اندېښنې


د هوا ککړتیا، د اوبو کمښت او د ټرافیکي ستونزو تر څنګ په کابل ښار کې د سوالګرو د شمېر زیاتېدل بله هغه لویه ستونزه ده چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د دې ښار اوسېدونکي وايي، که څه هم يو شمېر سوالګر اقتصادي ستونزې نه‌لري، خو بیا هم د خپل عادت له مخې نورو ته لاس نیسي.

د دوی په خبره، د ښځو او ماشومانو تر څنګ يو شمېر نارینه او حتی پاکستاني اتباع هم د ښار په ځینو سیمو کې ليدل کېږي چې ګدايي کوي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو صمیم او بارز د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷» په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زه د دې ځای يو تن هټۍوال یم، سوالګر زیات شوي، زموږ مشتریان ډېر په عذابوي حتی په زوره ورنه هر څه اخلي، چادري لرونکي ښځې دي."

"دغه سوالګر تر ډېره ښځو ته ستونزې جوړوي، دوی ګدايي نه‌کوي، بلکې له خلکو په زوره پیسې اخلي، حکوت باید د دا شان خلکو مخه ونیسي، د ښځو او ماشومانو يوه ډله ده، نارینه‌یې که څه هم روغ او جوړ دي، خو بیا یې هم لکړې په لاس نیولي او ګدايي کوي."

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د ښار په زیاتره هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه ډېره ده سوالګر لیدل کېږي چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره له سهاره تر ماښامه خلکو ته زارۍ کوي او پښو ته‌يې لوېږي.

سوالګر لیدل کېږي چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره له سهاره تر ماښامه خلکو ته زارۍ کوي او پښو ته‌يې لوېږي.

د دوی په خبره، يو شمېر سوالګر د خلکو نه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره له ماشومانو ګټه اخلي او ټوله ورځ‌یې کوچني ماشومان د سوځونکي لمر لاندې په ځمکه اچولي وي.

د سوالګرو د عکسونو د لیدو لپاره دغه لېنک کېکاږئ:

د کابل ښار اوسېدونکی صمیم وايي، يو شمېر سوالګر له ځانه سره روغتيايي نسخې ګرځوي او خلکو ته وايي چې د دوا اخیستو لپاره پیسې نه‌لري.

خو يو شمېر سوالګر وايي، د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې نورو ته د سوال لپاره لاس اوږد کړي.

درې تنو سوالګرو په دې اړه داسې وویل:

"هره ورځ ګدايي کوم او کور ته ډوډۍ وړم، خلک ۱۰ يا ۲۰ افغانۍ راکوي."

"زما نوم عمران دی سوالګر یم، مور او پلار لرم، پلار مې کراچۍ ګرځوي."

"۱۰ کاله کېږي چې خیر ټولوم، سپین سرې یم او يوازې اوسېږم، زامنو مې ودونه کړي او ماسره مرسته نه‌کوي."

دوی وايي، له کلونو راهیسې د کار د نشتوالي امله ګدايي کوي او له دې لارې روزانه له ۱۰۰ افغانیو نه تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید لري.

"ډېری سوالګر د سوال پر مهال ماشومانو ته نشه‌یي مواد ورکوي"

په کابل کې د پاکستاني سوالګرو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې

"بهرني سوالګر د سوال تر نامه لاندې ورانکاره فعالیتونه کوي"

خلک په داسې حال کې په کابل ښار کې د سوالګرو د شمېر له زیاتوالي اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې د دولتي ادارو يو ګډ کمېسیون په دې هدف جوړ شو چې سوالګر له ښاره ټول او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، خو دغه کمېسیون په دغه چاره کې پاتې راغی او لیدل کېږي چې په ښارونو کې د سوالګرو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

بل‌خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یاد کمېسیون کار ناکام بولي او وايي چې دغه وزارت له ښارونو نه د سوالګرو د راټولولو لپاره‌يې نوي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار بکتاش رویش په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"په همدې دلیل د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه پورې د حکومت له‌خوا ۷۰۰ زره کاري زمینې مساعدېږي او د حل يوه لار همدا ده، دا شان د کار وزارت د ګدایي د مخنیوي پالېسۍ باندې هم کار کوي او ځانګړی طرزالعمل هم جوړ شوی چې کولای شي د سوالګرو د شمېر په کمولو کې اغېزمن رول ولري."

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوه اسماعیل روشنګر په کابل کې د سوالګرو د شمېر د زیاتېدو عمده عوامل لوږه، بې‌کاري او مخدره مواد ګڼي او ټینګار کوي چې حکومت دې د کاري زمینو او اقتصادي پراختیا له لارې په کابل ښار کې د سوالګرو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیسي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG