د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

په کابل کې د پاکستاني سوالګرو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې


ځیني کابل ښاریان په ښار کې د پاکستاني سوالګرو میشته کیدو اندیښمن کړی دي.

دوی وایي په ښار کې د پاکستاني سوالګر شمېر له یوې نه بلې ته زیاتیږي او دا شکونه یې پیدا کړي چې، چېرې د بهرنیو استخباراتي کړیو غړی وي.

دوی وایي دا سوالګر د سوال پرمهال خلک له کالیو نیسي، زارۍ کوي او حتی د خلکو په لاسونه او پښو ورلویږي:

"دا د خلکو د بدبختۍ سبب دي، ورونه یې جاسوسي کوي، دوی خلک له کالیو رانیسي، مزاحمت کوي او پیسې غواړي .

زما په نظر دوی اوس نه پیژندل کیږي، د پېژندګلوۍ اسناد نه لري، پر دوی څه باوردی."


دغو پاکستاني سوالګرو ازادي راډیو ته وویل، مجبورۍ او غریبۍ اړ کړي چې افغانستان ته راشي.

په دوی کې ځیني د پاکستان د بلوچستان اوسیدونکي دي او وایي چې، کورونه یې سیلابونو وران کړي او د شپې تیرولو ځای نه لري.

"غریب یم کور نه لرم، کورونه مو سیلابونه وړي، هیڅ ځای نه لرو."

په افغانستان کې د پاکستاني کډوالو کره شمېره نه ده معلومه خو راپورونه وایي چې، په پاکستان کې ناامني او د کار نشتوالی د دې سبب شوی چې؛ ګڼ شمېر پاکستانیان افغانستان ته مخه کړي.

د کابل ښاریانو اندیښنې مو له افغان امنتیی مسوولینو سره شریکه کړه، دوی وویل، داسې اسناد او شواهد یې نه دی ترلاسه کړي چې، دوی دې د بهرنیو استخباراتي ادارو غړي وي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو ريیس جنرال ظاهر وویل:

"تراوسه چې مو ځیني کسان نیولي وو، داسې مو په کی ونه موندل چې جاسوسان دې وي. موږ تثبیت کړي نه دي .

ممکن جاسوسان په کې وي، خو د جاسوس په نامه مو څوک لاس ته نه دی راغلی."


د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ځینوحالاتو کې یې داسې پاکستانیان نیولي چې د ځان وژونکو بریدونو په پلانونو کې یې لاس درلود.

افغان امنیتي چارواکي دا هم وایي چې، په هېواد کې اکثره ځان وژونکي بریدونه په پاکستان کې تنظمیږي.

خو داسې کومه پیښنه نه ده شوې چې دغه سوالګر دې په کې لاس ولري.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG