د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

سوالګر له ماشومانو ناوړه ګټه پورته کوي


د کابل ښار په یو شمېر برخو کې داسې سوالګرې ښځې لیدل کیږي، چې پر سړکونو او پلي لارو د سوال لپاره ناستې وې او په مخ کې یې په ناوړه وضعیت کې ماشومان پراته وي.

ځینې سوالګرې ښځې دغو ماشومانو ته چې پښې لوڅې او ځینې یې حتی جامې هم نه لري؛ نشه یي مواد هم ورکوي، تر څو ارامه واوسي.

د کابل ښار د شهزاده سرای مخې ته پنځه دیرش کلنه ماریا هم یو له دغو ښځو څخه ده.

نوموړې د سر په خوځولو سره ازادي راډیو ته تایید کړه چې؛ خپلو دوو ماشومانو ته چې مخې ته یې پراته و، نشه يي مواد ورکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، له بدې ورځې سوال کوي او له خپلو ماشومانو هم د سوال لپاره کار اخلي:

له بلې خوا یو شمېر کابل ښاریان بیا دغه کار له چل او فریب نه ډک بولي او له دولت نه ېې دمخنیوي کولوغوښتنه کوي.

د دوی په وینا، دغو ماشومانو ته مخدرات ورکول کیږي چې؛ د اوږد مهاله بې هوښۍ ترڅنګ د هغو د بدن د ځینو غړو د فلج کېدو او په نشې د روږدیدو سبب کیږي.

خو په کابل ښار کې ځیني ښځې په داسې حال کې له ماشومانو څخه د سوال لپاره کار اخلي چې؛ جمهوي رییس حامد کرزي په خپلې وروستۍ راډیويي وینا کې له میندو او پلرونو وغوښتل چې؛ خپل ماشومان لمر ته پرې نه ږدي:

خو داسې ښکاري چې حکومت د سوالګرو ښځو او د هغو د ماشومانو د ستونزې هواري ته لازم پلانونه نه لري.

کله مو چې د کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا د وزارتونو له چارواکو سره دا مساله شریکه کړه؛ هغوی یې په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د سرې میاشتې ټولنه چې په دې برخه کې یو فعال ارګان دی؛ وايي چې، دوی د بودجې او امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولای چې؛ سوالګرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتو د څانګې مسوول ولید اکبر سروري ازادي راډيو ته وویل؛ د څو کلونو راهیسې د سواګرو د ستونزو د حل لپاره د شاوخوا پنځلسو ارګانونو یو ګډ کمیسیون کار کوي.

خو نوموړی وايي چې، د بودجې د کمښت له امله له ۱۳۹۰ کال راهیسې د دې کمیسیون کار هم په ټپه دریدلی دی.

د ښاغلي سروري په وینا، په یاد کمیسیون کې بیلابیلو دولتی ادارو او د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم برخه درلودله تر څو له ښار څخه سوالګر راټول او د کار زمینه ورته برابره کړي.

افغان دولت د بشر د حقونو په برخه کې نړیوالو کنونسیونونو ته ژمن دی، خو د بشر په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخو کې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.
XS
SM
MD
LG