د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د ګدايي پرمهال له ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنه مخ په زیاتیدو ده


په هېواد کې د ګدايي پر مهال له ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستو د مخنیوي لپاره د افغانستان د حکومت له ټینګار سره سره اوس هم د هېواد په سړکونو په ځانګړي توګه کابل کې د سوالګرو ماشومانو شمېر مخ په زیاتیدو دی.

ویل کیږي چې، دغه سوالګر ډیری وختونه د وړو ماشومانو نه په ګټه اخیستلو سره د خلکو پام ځان ته اړوي، چې دې کارکورنیو او نړېوالو بنسټونو ته اندیښنې راپیدا کړي دي.

ولسمشرحامد کرزي هم په خپله وروستۍ راډیویي وینا کې، په غیر قانوني کارونو کې له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستل په ځانګړي توګه د سوال کولو پر مهال، د ماشومانو پر حق باندې ظلم وباله او د دې لړۍ پر دوام یي انديښنه وښوده.

ولسمشرکرزي همدارنګه له هغو میندو او پلرونو څخه چې خپل ماشومان د پیسو پیداکولو وسیله ګرځوي وغوښتل چې په دې کار سره د خپلو ماشومانو راتلوونکې او شخصیت اغیزمن نکړي.

ښاغلي کرزي، د وړو ماشومانو په کرایه ورکول او هغوي ته د نشه یي موادو ورکول هم یو غیر قانوني کار وباله.

څوکاله وړاندې د ولسمشرحامد کرزي د حکم له مخې د سوالګرو د مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ شو او په وسیله یي د کابل له کوڅو او سړکونو څخه یو شمېر سوالګر ټول شول.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کافي بودجې نه شتون او د سوالګرو د مجازاتو په اړه د یوه چوکاټ نشتوالی د دغه پروګرام د ودریدو لامل شوی.

د دغه وزارت ویاند، علي افتخاري وایي، په تیرو څو کلنو کې دوي، ۴۳۰۰ سوالګر له کابل ښار څخه ټول کړي، چې په دې کې ۳۸۰۰ یي تکراي یا هغه سوالګر وو چې له دی مخکې هم ټول شوي وه .

XS
SM
MD
LG