د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

سرچینې: طالبان په مالیې وزارت کې له کارکوونکو عقیدتي ازموینه اخلي


مالیې وزارت
مالیې وزارت

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له خپلو کارکونکو عقیدتي ازموینه اخلي.

د طالبانو د حکومت په مالیې وزارت کې سرچینو ازادي راډیو ته یوه مکتوب لېږلی، چې پر بنسټ یې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خپلو کارکوونکو دیني ازموینه اخلي.

دغه مکتوب د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د کورني تفتیش ریاست ته استول شوی او په کې ویل شوي، چې د دې ادارې ټول کارکوونکي باید په عقیدتي ازموینه کې ګډون وکړي.

سرچینې ازادي راډیو ته یوه لس مخیزه پوښتنلیک هم استولي چې ۵۳ دیني پوښتنې او ځوابونه يې په کې شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پوښتنلیک يوه کاپي له ازموينې مخکې د ماليې وزارت کارکوونکو ته وېشل شوې وه.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت یوه کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې يې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د تېرې شنبې په ورځ یې ازموینه ورکړه او ټولټال له هغه څخه د اسلام، د ایمان د ارکانو، ملایکو او اسماني کتابونو په اړه اووه پوښتنې وشوې.

دى وايي، خو تر اوسه د دې ازموينې پايلې نه دي اعلان شوې او نه پوهېږي چې د کامیابۍ نمرې څو دي.

په همدې حال کې د دغه وزارت یو بل کارکوونکی چې دى هم نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې په نورو څانګو کې یې څو تنه همکاران په دې ازموینه کې بریالي شوي، خو په خبره يې لا د ده وار نه دی راغلی.

د افغانستان مالیې وزارت
د افغانستان مالیې وزارت

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست په مکتوب کې د کورني تفتیش کارکوونکو، خدماتي کارمندانو او ان له اجیرانو څخه هم غوښتل شوي چې په دې ازموینه کې ګډون وکړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د مالیې وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو غوښتي وو، چې د خپل ځان پر ځای دې د خپلې کورنۍ یو نارينه د کار لپاره معرفي کړي.

د روان لمریز کال د سرطان په میاشت کې دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې د چارو د چټکتیا او د عوایدو پر عمومي ریاست د کاري فشار د کمولو په موخه یې دغه واک خپلو ښځینه کارکوونکو ته ورکړی دی.

د ښځو د حقونو مدافعین دا پرېکړه د بشري حقونو خلاف ګڼي او وايي، چې ښځې د نارینه وو په شان د کار کولو حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ځینو مراجعینو ویلي وو، چې دوی ته ځکه دولتي دفترونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي، چې ږیره نه لري، خو د طالبانو حکومت د دوی دغه ادعا رد کړې ده.

طالبانو د واک تر بيا ځلي ترلاسه کولو ورسته پر نارینه او ښځو ځينو محدودیتونه لګولي، خو بيا یې ویلي چې د دوی غوښتنې لازمې نه دي بلکې مشورتي بڼه لري.

خو د طالبانو د دغه حکمونو د نه پلي کېدو له امله بيا د خلکو د ځورولو راپورونه ورکړل شوي٠

د طالبانو د حکومت ویاند بيا تل دا ډول پېښې رد کړې او ویلي یې دي چې دا د دوی تګلاره نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG