د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د بشري حقونو د څار ډلې يو وکيل: طالبانو له خلکو ازادي اخيستې


کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې
کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د برخې مدافع وکیل جان سیفتون وایي، په لږې ازادۍ کې ژوند او د رښتوني عدالت نه ترلاسه کول هغه څه دي چې طالبانو پر افغانانو لورولي دي.

د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې پرون په دې اړه یو بیان خپور کړ، چې په‌‌کې د ښاغلي سیفټون له قوله راغلي دي، د طالبانو یو چارواکی چې څه وایي هغه ته د قانون په سترګه کتل کېږي.

دی زیاتوي چې د بشري حقونو وضعیت دومره له ګواښه ډک دی چې تصور یې ګران دی چې وشي.

طالبانو تر دې مخکې ورته تبصرې بې بنسټه بللې دي او د اسلام په چوکاټ کې یې خلکو ته د بشري حقونو پر ورکړه ټینګار کړی دی.

ښاغلي سیفټون همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور ته اشاره کوي چې، په‌کې راغلي دي، په هیڅ هیواد کې ښځې او نجونې تر دې بریده په سریع ډول د ژوند له چارو تري تم شوې نه دي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو په وېب‌سایټ کې د ریچارډ بینیټ یوه راپور ته اشاره شوې ده او ویل شوې دي چې، دا راپور ایډیټ شوی نه دی او د سې شنبې په ورځ خپور شوی دی.

کابل کې طالب سرتېري
کابل کې طالب سرتېري

د دې راپور په پیل کې راغلي دي، دا د ریچارډ بینټ له لوري لومړۍ راپور دی چې په‌کې له ښځو سره تبعیض، د جګړې په تړاو د بشري حقونو نقض، د بیان د ازادۍ په برخه کې محدودیتونو او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د سوله‌ییزو غونډو موضوعات را اخیستل شوې دي.

ښاغلي سیفټون ویلي دي چې، د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا به د روانې میاشتې په وروستیو کې د دې راپور په تړاو بحث وکړي.

د ده په وینا د نړۍ هېوادونه باید دا یو فرصت وګڼي چې د ریچارډ بینیټ ماموریت تمدید کړي او په افغانستان کې د حساب ورکونې او ناسم چلند د څارنې لپاره یوه اداره جوړه کړي.

د طالبانو ویاند د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي شرط د بشري حقونو رعایت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی دی.

د څه باندې یوه کال په موده کې کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG