د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

کابل کې یوناما او معترضو مېرمنو د 'الهې' د قضیې څېړنه وغوښته


ارشیف: د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما او یو شمېر معترضو مېرمنو د طالبانو حکومت د یو پخواني چارواکي له خوا د الهې په نوم یوې نجلۍ سره د جبري واده او له هغې نه د ناوړې ګټنې په تړاو اندېښنه څرګنده او د دې قضیې د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

په کابل کې یو شمېر مېرمنو په سرپټي ځای کې د الهې لپاره د عدالت غږ پورته کړ.

دوی وايي، که طالبان د حاکم نظام مسوولان باید د الهې نومې نجلۍ په برخه کې عدالت ټینګ کړي.

د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت مسوولې مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې خپله چوپتیا ماته کړي.

مبارز وویل: "د دې اعتراض هدف د الهې لپاره د حق غوښتنې ترڅنګ نړیوالو سازمانونو، اروپايي ټولنې او بشري حقونو بنسټونو ته واضح پیغام و چې الهې د برخلیک په تړاو چوپتیا ننګ او شرم دی."

د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت یوه بله غړې ذکیه سعادت وايي، اړتیا ده چې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره اوږه په اوږه ودرېږو.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ دغه اعتراضیه ناسته په یو سرپټي ځای کې وه او موخه مو دا وه چې د طالبانو له خوا یوه مېرمن برمته شوې او په هغې د دې لپاره تور پورې شوی چې یوه ازاده مېرمنه وه او ازاده فکر یې درلود. موږ له یوې درد لیدلې افغان مېرمنې سره ولاړ یو."

ارشیف: معترضو مېرمنو له یوه کال راهیسې د طالبانو د ځینو فرمانونو او محدودیتونو پر ضد لاریونه کړي دي.
ارشیف: معترضو مېرمنو له یوه کال راهیسې د طالبانو د ځینو فرمانونو او محدودیتونو پر ضد لاریونه کړي دي.

درې ورځې وړاندې په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډو خپره شوه چې په هغې کې د الهې په نوم یوې نجلۍ د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي باندې تور پورې کړی چې ۷ میاشتې وړاندې یې جبر واده ته مجبوره کړې او جنسي تېری پرې کړی.

سعید خوستي په خپل ټوېټر پاڼه له دغې نجلۍ سره واده تایید کړی او ویلي چې اوس له هغې جلا شوی دی.

نوموړې همداراز ویلي چې الهه یې نه ده وهلې.

د دغې ویډیو خپرېدو په دننه او له افغانستانه بهر تند غبرګونونه له ځان سره درلودل.

تازه د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د یو پخواني طالب چارواکي له خوا له یوې نجلې سره د جبري واده او له هغې د سوي استفادې په اړه د شویو ادعاګانو په تړاو اندېښنه ښودلې.

یوناما په یو ټویټ کې د طالبانو حکومت نه غوښتنه کړې چې د مېرمنو د حقونو د نقض په برخه کې ټولې شوې ادعاګانې په شفافه بڼه وڅېړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د مېرمنو د اعتراض او همدا شان د یوناما د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد اړیکې ځواب نه کړې.

له بلې خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ویډیو خپرېدل د قاري سعید خوستي پر وړاندې یوه دسیسه یاده کړې وه.

XS
SM
MD
LG