د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د بښنې نړيوال سازمان: د نجونو د ښوونځيو بندول د بشر حقونو برخه کې ښکاره نقض دی


ارشيف
ارشيف

د بښنې نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د طالبانو له‌خوا د زده کړو په برخه کې پر افغان نجونو بنديز د بشر حقونو په برخه کې یو بشپړ او ښکار نقض یاد کړی.

د دغه سازمان په باور، طالبان باید د میلیونونو نجونو په برخه کې چې له زده‌کړو محرومه شوي ځواب ویونکي و اوسي.

۱۴ کلنه حسینا چې د ښوونځي د اتم ټولګي کې زده کونکي وه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، غواړي درس ووايي او دغه حق باید له هغې وانه‌خیستل شي.

نوموړې وايي: "کله چې طالبان راغله موږ ته یې وویل چې، د نجونو په پر مخ د ښوونځي دروازې خلاصي دي، کله چې موږ ښوونځي ته لاړو دروازې زموږ پرمخ وتړل شوې، موږ یې دننه پرې‌نښودلو، ډېر خفه شو، نا هیلي شو، زموږ برخلیک نه‌دی معلوم، موږ له اسلامي حکومت نه غواړو چې پرېکړه وکړي او نجونې ښوونځي ته پرېږدي، ترڅو موږ افغانستان ته خدمت وکړو."

د کابل په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکې شمیلا هم ورته غوښتنه لري.

نوموړې وايي: "زه دیوې ښونکې، مور او افغانې په صفت د راتلونکي نسل ایندې ته اندېښنه لرم، که موږ او زموږ اولادونه تحصیل ته لاس رسي ونه‌لري د افغانستان راتلونکی نور هم خرابیږي او خلک به په جهالت کې غرق شي."

د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو او غوښتنو سره لا هم نه‌ده مالومه چې د طالبانو حکومت به د نجونو ښوونځي کله بېرته پرانيزي.
د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو او غوښتنو سره لا هم نه‌ده مالومه چې د طالبانو حکومت به د نجونو ښوونځي کله بېرته پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې، د بښنې نړېوال سازمان په خپل تازه راپور کې لیکلي، طالبانو په افغانستان کې په تېر یو کال واکمنۍ کې د بشري حقونو د نقض نوی پړاو پیل کړی.

د دغه سازمان په باور، طالبانو افغانستان په یوې داسې ویجاړۍ کې اچولی چې له هغې راوتل ناشوني دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، طالبانو نه یوازې له افغانانو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې بلکې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو په برخه کې يې هم بشري قوانین نقض کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، طالبانو په تېر یو کال کې د بشري حقونو په برخه کې هغه کلیدي بنسټونه هم نړولي چې په دې برخه کې یې کار کاوه.

دغه شان يې د بیان ازادي، عادلانه محکمې او ځیني نور حقونه تر فشار لاندې راوستي چې دغه کار د مېرمنو او نجونو د اساسي حقوقو د سلب لامل شوي.

طالبانو پر ښځو بېلابېلو برخو محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر ښځو بېلابېلو برخو محدوديتونه لګولي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، له طالبانو وغواړئ چې په افغانستان کې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او نور په پراخه کچه د بشر حقونه په ځانګړي ډول، د نجونو، ښځو او خبریالانو حقونه تر پښو لاندې نه‌کړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه شان له طالبانو غوښتي چې، نجونو او ښځو ته حق ورکړي، که په هر عمر کې وي، زده کړو ته لاس رسی ولري، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په برخه کې فوراً اقدام وکړي، ښځو ته اجازه ورکړي، چې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي او دغه شان روعتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري.

د طالبانو حکومت ویاندویانو او د پوهنې وزارت په دې اړه د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت ویاندویانو مخکې ویلي و چې، د ښځو حقونه یې د اسلامي زده کړو په چوکاټ کې ټینګ کړي، هغه ادعا چې له پوښتنو سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې، ګالوپ څېړنیزې مؤسسې په یو راپور کې ویلي، په افغان ښځو کې منفي احساسات په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د يادې مؤسسې د موندنو له مخې، له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانانو کې د احساساتو وضعیت څاري، په ۲۰۲۱ کال کې د اندېښنو، فشاراو خپګان موارد په دوی کې په بې ساري ډول زیات شوي دي.

له کال زیاته موده کېږي، چې طالبانو به افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي او نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې په دې اړه او په ټوله کې د بشري حقونو د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG