د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

بلېنکن: پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوي


 د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، له کله چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې د ښځو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کړي.

په افغانستان کې ګڼې ښځې له کارونو منع شوي، تر یوه کال زیاته موده کېږي چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته تعلیم نه شي کولی او له نورو محدودیتونو سره مخامخې دي.

انتوني بلېنکن پرون په نیویارک کې «د افغان ښځو د اقتصادي خوځښت د اتحاد» د اعلان په مناسبت رابلل شوې غونډې ته وویل، پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه هم د افغانستان د نیمايي برخې په زیان دی، هم د طالبانو حکومت ته کومه ګټه نه کوي.

نوموړي وويل: "طالبانو پر قدرت د ولکې له ټینګولو وروسته په افغانستان کې د ښځو حقونه په سختۍ سره محدود کړي دي. هغه پرمختګ یې دوې لسیزې شا ته بېولی چې ښځو په خپله د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ترلاسه کړی و. طالبانو د ښځو پر تګ راتګ محدودیت لګولی، نجونو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي، ښځې له کاره منع شوي. زیاتې هغه ښځې چې تجارتونه یې لرل، ښوونځي یې چلول او په حکومت کې یې کار کاوه، تېر کال مجبوره شوې د ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستانه ووځي. دوی په ګڼو هېوادونو کې د نوي ژوند برابرولو لپاره له فوق العاده چلنجونو سره مخامخې دي."

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د بيا بيا غوښتونو او غبرګونونو سره اوس هم تړلي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د بيا بيا غوښتونو او غبرګونونو سره اوس هم تړلي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د دوی نوی ابتکار د ملاتړ پر بېلابېلو برخو متمرکز دی، چې د امریکا د باسټن پوهنتون په مرسته به افغان مېرمنې په سوداګریزو چارو، کارموندنه او نورو برخو کې روزل کېږي.

څه باندې ۱۳ میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو په ګډون په لسګونو زره کسان چې ډېری یې لوستي، باتجربه او علمي کادرونه وو له افغانستانه ووتل.

د طالبانو ویندویانو ویلي، چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او نجونو ته به هم ډېر ژر تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG