د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ښايي د ظریفې غفاري د فعالیتونو په اړه مستند فلم اسکار جایزو‎ ته ونومول شي


د میدان وردګو پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري
د میدان وردګو پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري

د میدان وردګو د پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري د فعالیتونو په اړه مستند فلم به په غالب ګومان د سږکال اسکار جایزو‎ ته ونومول شي.

د هغې په لاسونو کې مستند فلم چې د پخواني نظام د یوازینۍ ځوانې- ښځینه ښاروالې ظریفې غفاري د ژوند په اړه جوړ شوی د تېرکال په اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې او له هغه وروسته تاوده جریانات رانغاړي.

د کره کتونکو په باور دا فلم چې تمنا ایازي او مارسل میتېل سیفین جوړ کړی او سږني کال په نوامبر میاشت کې به د نېټ فلیکس شبکې له لارې خپور شي لیدونکی د هغو شپو- ورځو د تودو جریاناتو، وېرې او هیجان لیدو ته بیايي چې په ترڅ کې یې متحدوایالتونو له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نیوه او طالبان هغه ډله چې کلونه مخکې یې واک چلولی و، یوځل بیا پر دې هېواد واکمنېدو ته نږدې کېده.

په دې مستند فلم کې ظریفه غفاري لیدل کېږي چې د یوې سیاستوالې په توګه د ښځو د کار او تعلیم د لوی هدف څرګنده دفاع کوي.

د هغې په لاسونو کې فلم څو میاشتې پر شا ځي او د طالبانو له واکمنېدو د مخکې زمانې تصویرونه او هغه ارزښتونه نندارې ته وړاندې کوي چې په خطر کې وو.

د دې فلم لومړنی ننداره د جمعې په ورځ د سپټمبر په نهمه د کاناډا په تورانټو ښار کې وشوه.

مېرمن غفاري چې په دې مراسمو کې حاضره وه د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته د فلم په اړه د نندارچیانو غبرګونونه بیان کړل.

هغې وویل: "د خلکو ریویو ګانې ډېرې ښایسته وې ځکه دا لومړی ځل و، چې د افغانستان یو متفاوت تصویر نړیوالو ته وړاندې کېږي. هغو کسانو چې فلم یې د لومړي ځل لپاره ولیده یو ډېر واضح حقیقت چې له دې فلم څخه یې واخیست دا و، چې ویې لیدل افغان ولس او افغان وطن د سولې، د مینې، د تعلیم د پرمختګ وطن دی خو لوبغاړي چې په کې لوبېدلي، په سمو ځایونو او سمو وختونو او په سمو برنامو کې نه دي لوبېدلي."

ظریفې غفاري د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په جرمني کې پناه واخیسته.

په ۲۰۱۹ کال کې بي بي سي نوموړې د سلو الهام بښونکو او اغېزمنو ښځو په کتار کې یاده کړه او په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت له خوا د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه.

مېرمن غفاري چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د اوکسي ډې په نوم د زړورتیا جایزه هم ګټلې ده، دا دی اوس د افغانستان د ښځو لپاره د یوې مرستندویې ټولنې مشري کوي.

کره کتونکي په دې اند دي چې د هغې په لاسونو کې مستند فلم ښايي سږکال د اسکار په معتبرو جایزو کې د مستندو فلمونو په کټګورۍ کې ونومول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG