د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ظریفه غفاري خپله د زړورتیا جایزه افغان ځورېدلو مېرمنو ته ډالۍ کړه


د میدان وردګ ښارواله ظریفه غفاري
د میدان وردګ ښارواله ظریفه غفاري

د میدان وردګ ښارواله ظریفه غفاري وايي، خپله د زړورتیا ګټلې جایزه ټولو افغان ځورېدلو مېرمنو ته ډالۍ کوي.

ظریفه غفاري هغه افغان مېرمنه چې یو مهال‌یې د میدان وردګ د ښاروالې په توګه له مقررېدو سره مخالفتونه موجود و، تازه په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه د زړورې ښځې جایزه خپله کړه.

نوموړې ته د کب په ۱۴مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له‌خوا دغه جایزه ورکړل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ظریفه غفاري ته د زړورو ښځو جایزه ورکول شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ظریفه غفاري ته د زړورو ښځو جایزه ورکول شوه.

اغلې غفاري چې اوس‌مهال په امریکا کې ده په واټساپ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې د دغه جایزې په اړه ویلي "د داسې یوې نړیوالې جایزې اخیستل هم خوند لري او هم د مسئولیتونو احساس، غواړم دا جایزه د افغانستان ټولو زړورو مېرمنو په ځانګړي ډول هغو مېرمنو ته چې ځورېدلي، کړېدلي او لا هم په ستونزو کې دي هغوی ته ډالۍ کوم."

ظریفه غفاري د ۱۳۹۷ لمریز کال چنګاښ په ۲۴مه د ښاروالانو د مقررۍ په برخه کې په یوې ازادې سیالۍ کې تر ګډون وروسته د ولسمشر غني له‌خوا د میدان وردګ د ښاروالې په توګه وټاکل شوه، خو د اغلې غفاري په خبره یو شمېر سیمه‌ییزو زورواکو او فاسدینو یې له مقررۍ سره مخالفت وښود او څو میاشتې یې د خپل کار دفتر ته پرېښوده.

اغلې غفاري هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغاني ټولنې په شان په یو نرواکه ټولنه کې یو موقف ته د ښځو رسېدل له ستونزو او مخالفتونو سره مل وي، خو دا غواړي مبارزه وکړي.

ظریفه غفاري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د زړورې ښځې د جایزې د ورکړې په اړه د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو له‌خوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه‌‌یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل‌‌یې ښځه مدیریت نه‌شي کولای.

دغه جایزه د اغلې غفاري ترڅنګ د نړۍ د ۱۱ نورو هېوادونو اذربایجان، بولویا، چین، مالیزیا، پاکستان، سوریې، یمن، بورکینا فاسو او زېمبابوې "زړورو" ښځو ته هم ورکړل شوه.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ هم ظریفه غفاري یوه زړوره او ښه مدیره ګڼي او نوموړې ته د دې جایزې ورکړه د ټولو افغان مېرمنو لپاره یو لوی ویاړ ګڼي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ

هغې زیاته کړه: "دا جایزه یوازې د اغلې غفاري لپاره نه، بلکې د ټولو افغان مېرمنو لپاره یو لوی افتخار دی، ځکه چې مېرمن ظریفه غفاري نړیوالو ته دا وښوده چې افغان مېرمنې اوس ځواکمنې دي، تحصیل لري او کولای شي چې په خپلې وړتیا مخته ولاړې شي او افغانستان ته د خدمت جوګه وګرځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له ۲۰۰۷ کال راهیسې هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغو ښځو ته دا جایزې ورکوي چې د ورپېښو ګواښونو سره سره کار کوي او قربانۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG