د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۹

'د علم دښمن د دین او ژوند دښمن دی!'


ظریفه غفاري

ماشومه وم چې د طالبانو تورې دورې د هېواد په ارضي تمامیت وزرې غوړولې وې.

وېرې، لوږې، بې‌علمۍ او نفرت اوج اخیستی وو، خو هوښیارو میندو او پلرونو په خېټه ‌‌‌‌‌‌ډبرې تړلې ترڅو د اولادونو راتلونکې تضمین کړي.

په تېر وخت کې د پلار نظامي خدمت او د مور معلمي مو بل غم وو چې کله نا کله به‌یې زموږ د کورنۍ ارام اخیست او د دروازې له ټک ټک سره به مو ذهن ته په سپینه پیکپ موټر کې ناستو څڼورو طالبانو انځور ښکته پورته کېده.

د جبر په تیارو کې د رڼا موندل اسانه نه‌و، خو مور مې په څلور کلنۍ قاعده بغدادي په وېره او ‌‌‌‌‌‌ډار راته پیل کړه. کله چې یې وېره لږه په زړه کې کمه شوه د اشپزخانې د المارۍ تر شا یې د ښوونځي پټ کړي کتابونه راواخیستل او د دروازې د ټک ټک سره سم به‌یې بېرته خپل ځای ته وړل.

کله نا کله به‌یې د وخت د کمښت او وېرې له کبله ‌‌‌‌‌‌ډېر وژړل چې ولې په لږه موده کې ټول درس نه‌شم زده کولای.

موده تېره شوه چې مور مې د پلار سره د نفقې د پیدا کولو په تکل د خیاطي کورس ته لاړه او کور ته له راتګ سره سم‌یې په نمجنو سترګو کې د خوښۍ زېری راوړ.

د خیاطۍ بلې شاګردې وړاندې د بل بلاک په تهکوي کې د نجونو لپاره د انګلیسي ژبې د زده‌کړو د مرکز ادرس ورکړی وو.

سبا له مورجانې سره یوځای د طالبانو پر تهدیدونو او یو عالم وېرې سربېره، خو له خوښۍ سره مل دغه کورني کورس ته لاړم. مور مې ښوونکې ته وسپارلم او د ښوونکې لومړۍ سپارښتنه دا وه چې دا روزنیز مرکز افشا نه‌شي کنه نو ټولې به په چمن حضوري کې د کفري ژبې د زده‌کړې په تور سنګسارې شو.

جالبه‌یې دا چې د اې بې سي له پیل سره سم بلې شاګردې د کورس دروازه وټکوله، ښوونکې ژر ژر زموږ له لاسونو انګلیسي کتابونه ټول او تر فرش لاندې کړل او زموږ د زړه درزا ته کائنات په ننداره وو.

افغان نجونو د نړۍ تر ټولو بدې ورځې لیدلې او هېڅکله‌یې د بیا لیدو توان نه‌لري، هیله ده نورې نجونې زما په شان د تورو ویرجنو تیارو د خاطرو پر ځای د رڼاګانو په خاطرو کتابونه ‌‌‌‌‌‌ډک کړي.

بورې مور د خپل پلار توره د خرڅلاو لپاره راکړه

چې دا یوسه تر بازاره او څراغ درسره راوړه

د میدان وردک ښارواله ظریفه غفاري


(پورتنی د لیکوالې خپل نظر دی او په ازادي راډيو پوري تړاو نلري)

XS
SM
MD
LG