د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پر ظریفه غفاري حمله چا کړې وه؟


ارشیف، پر ظریفې غفاري له حملې وروسته شېبه
ارشیف، پر ظریفې غفاري له حملې وروسته شېبه

د میدان وردک ښارواله ظریفه غفاري وايي وروسته له هغه چې ورباندې حمله وشوه، د خوندیتوب احساس نه‌کوي، خو بیا به هم خپل کار ته دوام ورکړي.

د ښاروالې په توګه پر دنده تر ټاکل کېدو وروسته هم ظریفه غفاري له ډېرو مخالفتونو سره مخامخ شوه.

دا لومړی په ۲۰۱۸م کال کې ولسمشر محمد اشرف غني د ښاروالې په توګه وټاکله، خو چارواکو د دې دنده وځنډوله.

دې په رسمي توګه خپله دنده د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې پیل کړه.

څو اوونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مېرمن غفاري ته د زړه‌ورتیا جایزه ورکړه.

ملالۍ بشير له دې سره خبرې کړي او پوښتنه‌یې کړې چې ایا پر دې د برید په اړه کوم معلومات شته چې دا حمله چا کړې وه؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG