د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د سې شنبې په ورځ مولوي حبیب الله اغا د پوهنې سرپرست وزیر وګوماره.
له طالبانو د افغانانو اونړیوالو غوښتنه وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د پوهنې د وزارت لپاره د نوي وزیر ګومارنه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او نه پرانیستلو له مسلې سره تړاو لري؟
عصمت څاروان په دې اړه د سیاسي چارو له شناند او ژونالېست سمیع یوسفزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې مولوي حبیب الله اغا څوک دی او پخوا یې څه دنده لرله؟
د ښاغلي سميع يوسفزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: