د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

کابل کې د نجونو ښوونځيو د بندېدو په اعتراض کې د 'تاوتريخوالي' په نوم نندارتون جوړ شو


کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه
کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه

په کابل کې د "حاشیې" په نوم د یوې هنرې ډلې له‌خوا د "تاوتریخوالي" تر عنوان لاندې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اعتراض کې لومړنی نندارتون جوړ شو.

په کابل کې په دې نندارتون کې راټولې شوې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، دا نندارتون د افغان نجونو او ښځو د زړه ‌غږ دی.

د دې نندارتون جوړونکی هادي هدایت بیا وايي، غواړي په دې کار سره خلکو ته وښيي، داسې مهال چې ښځې ښووونیزو مرکزونو ته کم‌لاس رسی لري، ولې بیا هم خلاق کارونه کولای شي او ترڅنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه خپل اعتراض ښودلای شي.

د دې ډلې یوې غړې او په دې نندارتون کې ګډون کوونکې فرشتې فرحان ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانيستل شي.

نوموړې وايي: "نجونې له هر ځای دلته راټولې شوې وې، څو خپلې نقاشۍ او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي. موږ کولای شو په دې تابلوګانو کې خپل احساسات خلکو ته وښېیو. له اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې زموږ هیله دا ده چې هر څه ژر د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو موږ وشو کولای زده‌کړې وکړو او د دې ځای په پرتله ډېر کار وکړو."

کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه
کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه

د دې نندارتون یوې بلې ګډون‌والې زهره رضايي چې هغې هم په دې نندارتون کې خپله انځورګري نندارې ته اېښې ازادي راډیو ته وویل، په دې کار سره غواړي د افغانستان نجونو او ښځو ته یوه هیله ورکړي.

اغلې رضايي وايي: "زه یوه له هغو کسانو یم چې دلته مې خپل اثار نندارې ته اېښي. د بېلګې په توګه یوه تابلو مې دلته اېښي چې د افغانستان نقشه ده او په‌کې یوه افغانه مېرمن د زندان تر شاه لیدل کېږي چې د افغان ښځو او نجونو د فعالیتونو د محدودېدو په معنا دي."

د اغلې رضایي په خبره، دا نندارتون د افغان نجونو او ښځو د زړه غږ دی.

"زموږ هدف په یوه ډول فرهنګي مقاومت دی"

په ورته وخت کې د نندارتون جوړونکي هادي هدایت ازادي راډیو ته د دې نندارتون د جوړېدو د هدف په اړه وویل: "زموږ هدف په یوه ډول فرهنګي مقاومت دی، په اوسني وضعیت کې له تاوتریخوالي پرته یو مقاومت چې د فرهنګ ساتنې په معنا دی. دا موږ لپاره ډېره معنا لرونکې ده چې په دې برخه کې کار کوو."

ښاغلی هادي زیاتوي، اوسني وضعیت په هنري پروګرامونو بد اغېز کړی دی.

کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه
کابل کې د "تاوريخوالي" په نوم د جوړ شوي نندارتون يوه برخه

په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اعتراض دا هنري نندارتون داسې مهال پرانيستل کېږي چې له یوه کال زیات وخت وشو چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانيستل کېدو په اړه هیڅ هیله‌ نه‌شته.

له طالبانو مو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانيستو په اړه وپوښتل، خو د پوهنې وزارت ویاند عزیزالله ریان او طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې یې ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د دوی د مشر ملا هبت‌الله په امر تړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG