د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۲

کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر: اندېښنې ښکاره کول دښمني نه‌ده

کابل کې د پاکستان سفارت
کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر اسد عباس ویلي، د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه باید د یوې وینا پر اساس قضاوت و نه‌شي.

د ده اشاره د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د شهباز شریف وینا ته وه چې ویلي یې و تروریستي ډلې له افغانستانه د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي.

د راپورونو له مخې، عباس ویلي چې د اندېښنې څرګندول باید دښمني ونه انګېرل شي.

شریف د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۷يمې غونډې ته ویلي و چې القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې راغونډ شوي دي.

نوموړي ويلي وو: "پاکستان لا هم د یوه داسې سوله‌ییز افغانستان غوښتونکی دی چې ټولو وګړو ته یې، د هغو جنسیت، قوم او مذهب ته له پامه پرته احترام وشي. پاکستان د افغان ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي د تشویق لپاره کار کوي."

شهباز شريف
شهباز شريف

پاکستان په تېرو کلونو کې د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر ضد د طالبانو په ملاتړ تورن و.

پاکستان او سیمې ته له افغانستانه د تروریستي ګواښ په اړه د شهباز شریف له خبرو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، د پاکستان په شمول د څو هېوادونو اندېښنه بې ځایه ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې همدا راز ویلي چې، د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد کار وانه‌خیستل شي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې، نړیوال دې د اندېښنو او تورونو پر ځای د دوی له حکومت سره تعامل وکړي.

له بلې‌خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې وویل چې پاکستاني چارواکي د لوېدیځوالو د خوشالولو لپاره د کلام بې عفتي کوي.

ده دا هم وویل چې طالبان شواهد لري چې بې پېلوټه الوتکې له کوم ځایه الوزي او افغانستان ته ورځي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG