د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د افغانستان په اړه د بلاول بوټو پر څرګندونو د مېل انلاين ورځپاڼې تبصره


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو

مېل انلاين ورځپاڼه:

  • برېتانوۍ مېل انلاین ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوتو زرداري وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی.

زرداري له فرانسپرس خبري آژانس سره په مرکه کې له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې له طالبانو سره تعامل وکړي.

بلاول بوتو دا خبرداری هم ورکړی چې که د افغانستان اوسني واکمنان له دې زیات منزوي شي، خطرناکې نتیجې به ولري.

د میل انلاین په لیکنه له پاکستان سره د طالبانو اړیکې چې یو وخت د دې هېواد اوردو او استخبارات یې لومړۍ درجه ملاتړي ګڼل کېدل، اوس ترینګلي شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، طالبان سیاسي فضاته اړتیا لري، په تېره د ښځو د حقونو په څېر مسایلو په برخه کې چې په افغانستان کې ډېر زیانمن شوي دي.

د مېل انلاین په لیکنه وروسته له هغې چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو، د امریکا متحدو ایالاتو له طالبانو سره خبرې ودرولې او توریې پرې پورې کړ چې، دوی د دوحې له موافقې سرغړونه کړې ده.

طالبانو ویلي چې د الظواهري له حضوره یې خبر نه درلود او په دې اړه څېړنه کوي خو د دې څېړنې نتیجه تر اوسه نه‌ده څرګنده.

نشنل انټرست خپرونه:

  • نشنل انټرست خپرونې د منځنۍ آسیا او افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسیو تمرکز کړی دی.

د خپرونې په لیکنه د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپل حضور په مهال، د ازبکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا په یو شمېر هېوادونو کې څو پوځي اډې درلودې او له هغو یې د پوځي ځواکونو او تدارکاتو د لېږدولو لپاره کار اخیست.

په دوام کې راغلي چې په هغه وخت کې چین او روسیې په افغانستان کې د امریکا د جګړې ملاتړ کاوه.

نشنل انترست لیکي، اوس کیسه بل ډول ده، امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته نور د سیمې د هېوادونو لپاره یوه با ارزښته شریکه نه‌ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د خپلو په زرګونو سرتېرو له وژلو او ملیارډونو ډالرو لګولو وروسته افغانستان پرېښود خو د خپرونې په لیکنه په واشنګټن کې پالیسۍ جوړوونکي پر دې غور کوي چې امریکایي ځواکونه بیا په سیمه او د مرکزي آسیا په هېوادونو کې حضور ولري.

خو د خپرونې په باور، په سیمه کې د امریکایي ځواکونو هر ډول حضوربه ښایي د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي او ممکن د سیمې د یو شمېر لوبغاړو له‌خوا د امریکا پر ضد د غچ اخیستنې احساسات زیات کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG