د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

مېل انلاین: طالبانو کابل کې ښځینه لاریون کوونکو سره شخړه کړې


کابل کې د ایران سفارت مخې ته د یو شمېر افغان مېرمنو لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

کابل کې د ایران سفارت مخې ته د یو شمېر افغان مېرمنو لاریون

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې لیکلي طالبانو له هغو ښځو سره شخړه کړې چې د ژوند او ازادۍ شعارونه یې ورکول.

د ورځپاڼې په وینا په ایران کې د مهسا امیني په نوم د پولیسو په توقیف کې د یوې ایرانۍ نجلۍ تر وژل کېدو وروسته د اعتراضونو لمن افغانستان ته پراخه شوه.

مېل انلاین لیکي چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۵ افغان ښځو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د مهسا د وژنې پر ضد مظاهره وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو مظاهره کوونکې ښځې په هوايي ډزو سره له سیمې لرې کړې.

د ورځپاڼې لخوا په یوه خپاره شوي عکس کې راغلي "ایران راپورته شوی، اوس زموږ وار دی."

د ورځپاڼې په وینا یو بل شعار کې راغلي چې "له کابله تر ایرانه، دیکتاتور ته نه."

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو د مظاهره چیانو په مخ کې شعارونه څېرې کړې.

ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ خبرو ته پام اړولی دی.

د خپرونې په وینا، ټام ویسټ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه خبرې وکړې.

خپرونې د ټام ویسټ په حواله لیکلي چې په ریښتیا دی وېره لري، خو په دې کې بیا ګډ نظریات موجود دي چې په ۴۴ کلنه جګړه کې یوه دمه راغلې ده.

مګر ټام ویسټ زیاته کړه چې ممکن کورنۍ جګړې راستنه شي.

که څه هم طالبان خپله واکمني ټول شموله ګڼي، ټام ویسټ زیاته کړه چې د زرګونو دیني عالمانو په ګډون د طالبانو په مشرۍ غونډې دا وښودله چې طالبان د افغانستان د متنوع استازیتوب لپاره جدي نه دي.

XS
SM
MD
LG