د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

نورستان کې د پخواني حکومت د يو قوماندان وژنه؛ طالبانو د پېښې د څېړنې ژمنه کړې


د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولايت موقعيت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولايت موقعيت

د نورستان ولایت د منډول ولسوال غلام قادر حيدري وایي، په پخواني حکومت کې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان د وژل کېدو پېښه په جدي توګه تعقیبوي او د همدې لپاره له یو شمېر نورو ولسوالانو سره کابل ته تللی دی.

نوموړی وايي: "اوس زه راغلی یم، یوازې زه نه بلکې د غربي نورستان نور ولسوالان هم، له مشرانو سره کښېنو. په دې رابطه کې موږ هم په تشویش کې یاستو چې ولې داسې وشو. مشرانو موږ ته ډاډ راکړی چې مکمل به د دې پلټنه کوي. والي صاحب او تربره مسولینو پورې، نو ان شاالله له مشورو وروسته به تاسو سره نتیجه شریکه کړو."

ښاغلي حیدري د دې ترڅنګ چې وایي دا موضوع به په جدي توګه تعقیبوي دا هم تایید کړه چې بهرام الدین چې د دې ولسوالۍ یوقومي او مخور مشر و، دوی د دې لپاره ورغوښتی و چې د وروستیو سېلابونو د زیانونو او له زیانمن شویو سره د مرستو په برخه کې خپلې مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ښاغلی حيدري وايي: "رښتیا هم راغلی و موږ سره، ښکته یې غوښتی و. د سېلابونو حادثاتو رابطه کې چې تاسو له قومي مشرانو، سپین ږیرو سره راشئ، څه پیشنهاد لرئ نو موږ به ستاسو پیشنهاد له نژدې واورو . بیا راغلو دلته متاسفانه هغه بیا ونیول شو."

طالبانو تر دې مخکې هم د تېر حکومت ګڼ پوځي چارواکي وژلي دي.
طالبانو تر دې مخکې هم د تېر حکومت ګڼ پوځي چارواکي وژلي دي.

د منډول ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې، بهرام الدین طالبانو په منډول کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په پلمه لغمان ته غوښتی او هلته يي له نیولو وروسته پر وهلو ټکولو وژلی دی.

د سېمې یو تن اوسیدونکي او د هغه یوه نژدې خپل د امنیتي دلایلو په خاطرد خپل نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: " قومندان صاحب بهرام الدین څو ورځې مخکې له ولسوال سره لغمان ته غوښتل شوی و چې موږ تاسو ته د سېلاب ځپلو کومکونه چې راغلي هغه درته توزیع کوو. هلته په چل سره طالبانو وغوښت. دا سړی یې ونیو بیا د کومې ګناه له اثبات پرته یې یوړ او هلته یې په کوتکو وهلی و، مړشوی و. غاړه یې ماته وه، دواړه لاسونه یې هم مات و، د پښود ګوتو نوکونه یې هم ایستل شوي و او په پښو کې یې هم ډېر ضربات لیدل کېدل."

"غاړه یې ماته وه، دواړه لاسونه یې هم مات و، د پښود ګوتو نوکونه یې هم ایستل شوي و او په پښو کې یې هم ډېر ضربات لیدل کېدل."

په یوه ویډیو کې چې ازادي راډیو پرون پنجشنبې له منډول ولسوالۍ ترلاسه کړې، په‌کې زرګونه کسان ښکاري چې یو تن دینې عالم ورته وینا کوې او د قومندان بهرام الدین وژنه غندي.

د خلکو په خبره وینا کوونکی دیني عالم او په منډول کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مسول مولوي دیوبندي دی.

دیوبندې وايي، قومندان بهرام الدین د طالبانو پلوی او همکار و او قاتلان يي باید په سزا ورسول شي.

پرون داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې د دې ولسوالۍ قهرېدلو اوسېدونکو د طالبانو له واکمنۍ سره پرېکون کړی دی.

د منډول ولسوالۍ د وروستي وضعیت په اړه د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خالد افغان تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی خو ولسونه د دغې پېښې او له دې مخکې د عبدالله په نوم د یوه بل قومندان د تري تیم کېدو د پېښو پر سر چې له لسو ورځو راهیسې یې برخلیک نه‌دی معلوم، په غوصه دي.

نوموړي وويل: "داسې وژنو باندې د منډول ولسوالۍ خلک پاڅېدل، ولسوالۍ ته لاړل، قومندانۍ ته لاړل همالته یې لاریونونه وکړل. داسې غږونه یې بدرګه کړل چې موږ له اسلامي امارت څخه جدي خواهش کوو چې دغسې کړنې بندې کړي."

د دغې پېښې په اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر واخلو، خو نوموړي تېره شپه ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي لیکلي پیغام کې یوازې دومره ویلي چې په دې اړه د دوې څېړنې دوام لري، نتیجه یې تر اوسه نه‌ده څرګنده خو هڅه کوي چې نتیجه یې معلومه کړي.

که څه هم طالبانو د تېر کال په اګست کې واک ته له رسېدو سره سم د پخواني حکومت ټولو چارواکو او کارکونکو ته د بخښنې اعلان وکړ خو د بشري حقونو مدافعې ډلې یې حکومت تورنوي چې پر خپلې دې ژمنې یې عمل نه‌دی کړی او د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو په لسګونو غړي یې له محاکمو پرته نیولي او وژلي دي.

هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG