د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

نیویارک ټایمز: د جګړې لومړۍ کرښه کې افغان پوځیان اوربند ته د شک په سترګه ګوري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند پر وروستۍ جګړې لیکنه کړې ده او په یوه برخه کې یې لیکي چې دې جګړې تر زرو ډېرې کورنۍ مجبوره کړې چې لښکرګاه ته کډه وکړي.

ورځپاڼه د دې جګړې په اړه د خپلې اوږدې مقالې په یوه برخه کې لیکي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې افغان پوځیان د اختر درې ورځني اوربند ته د شک په سترګه ګوري.

دوی داسې فکر کوي چې طالبان به له اوربنده داسې ګټه واخلي چې سیمې ته به نور وسله‌وال راولي او په لومړۍ کرښه کې به خپل کسان تجهیز کړي.

ورځپاڼه د افغان پوځیانو دا اندېښنه هم یادوي چې تر اوربند وروسته به طالبان بیا حملې شروع کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې طالبانو د مې په لومړۍ نېټه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیل شول په هلمند او یو شمېر نورو سیمو کې پراخ بریدونه پیل کړل.

  • پولیټیکو

پولیټیکو خپرونه بیا لیکي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پیلامه ده او سر له اوسه په لوېدیځ کې یوه بل ته د ملامتۍ ګوته نیول کېږي چې افغانستان څوک له لاسه ورکوي.

خپرونه وړاندې د کابل په دشت برچي کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو پر ښوونځي د سې شنبې د ورځې برید ته اشاره کوي چې په‌کې لږ تر لږه ۵۰ نجونې ووژل شوې او لیکي، د طالبانو له لوري د نویو سیمو لاندې کول او د یو شمېر ترهګرو ډلو له لوري بریدونو دا غوښتنه یو ځل بیا نوې کړې ده چې ولسمشر جو بایډن دې یو شمېر پوځيان په افغانستان کې پرېږدي او دفاع وزارت دې د افغان حکومت د ملاتړ لپاره اضافي ګامونه واخلي څو طالبان واکمنان نه‌شي او بیا په افغانستان کې ترهګرې ډلې سره یوځای نه‌شي.

د خپرونې په باور د بایډن متحدان د ملامتي ګوته د ټرمپ ادارې ته نیسي او وایي چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره په شوي تړون کې دا ومنله چې ټول امریکایي پوځیان به د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه باسي او دا سربېره پر دې چې طالبانو بیا بیا له کړي تړون څخه سرغړونې وکړې.

خپرونه بیا په کابل کې د متحده ایالاتو د پخواني سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د واشنګټن د پخواني استازي جېمز ډابنز خبرې رااخیستې دي چې وایي، که چېرته د افغانستان وضعیت پسې خراب شو، امریکایي پوځيان ښایي د ولسمشر بایډن پر حکومت فشار راولي چې خپله ستراتېژي بدله کړي.

خپرونه وړاندې لیکي، په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان هیله‌من دي چې د بایډن اداره وهڅوي چې متحده ایالات او متحدان‌یې مخکې تر دې چې ناوخته شي، نورې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG