د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د تېر حکومت امنيتي ځواکونه: افغانستان کې له ويرې ډک ژوند تېروو


د تېر حکومت پوځيان
د تېر حکومت پوځيان

یو شمېر هغه افغان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې له امریکایي ځواکونو سره یې په بېلابېلو ولایتونو کې تر لسیزې زیاته موده په ګډه دندې ترسره کړي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د طالبانو په واکمنېدو لا هم افغانستان کې مېشت دي او ادعا کوي چې، له وېرې ډک ژوند تېروي.

دوی وایي، په هېواد کې دننه یې د امنیتي ګواښونو تر څنګ بدو اقتصادي حالاتو او بې‌کارۍ هم ژوند تریخ کړی دی.

له دغو سرتېرو يې يو شمېر ازادي راډیو سره خپل هغه اسناد شریک کړي چې ښیي په امنیتي او دفاعي برخو کې تخصص او کلونه تجربه لري، خو د امنیتي ګواښونو له امله نه‌غواړي هویت او اسناد یې خپاره شي.

دوی غوښتنه کوي چې نړیوال همکاران دې یې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له افغانستانه دې وباسي او یا دې هم د طالبانو حکومت په هېواد دننه امنیت خوندي او په خپلو دندو وګماري.

يو پخوانی افغان پوځي چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، ۱۳ کاله یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د افغانستان په لوړ پوړو امنیتي ادارو کې دنده ترسره کړې، خو اوس بې‌کاره او له ویرې ډک بې برخلیکه ژوند تېروي.

نوموړی وايي: "موږ په خورا بد حالت کې وخت تېرو، له دندې څخه بې برخلیکه کول نه یوازې دا چې زموږ پر ژوند یې بده اغېزه کړې بلکې دا د اوسني نظام لپاره هم ننګونه بولم، ځکه چې موږ درسونه ویلي، ۱۳ کاله مو دنده اجرا او په بېلابېلو برخو کې د تخصص خاوندان یو."

د طالبانو په لاس د جمهوري نظام په سقوط سره د ملي پوځ سلګونه زره سرتېري وپاشل شول، ډېری بهرنيو هېوادونو ته ولاړ او سلګونه اوس هم په پټه او ښکاره افغانستان کې ژوند کوي.
د طالبانو په لاس د جمهوري نظام په سقوط سره د ملي پوځ سلګونه زره سرتېري وپاشل شول، ډېری بهرنيو هېوادونو ته ولاړ او سلګونه اوس هم په پټه او ښکاره افغانستان کې ژوند کوي.

طالبانو مخکې ویلي و، د پخواني رژیم هغه پوځیان چې د تجربو خاوندان او نیک صفت ولري، په دندو ګماري خو ډېر جزیات یې نه و ورکړي.

دغه پخواني افغان پوځي ازادي راډیو سره د خپل ورور چې هغه هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده هغه ویډیو شریکه کړې، چې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل په هوایي ډګر کې د نړیوالو ځواکونو له لوري د افغان همکارانو د تخلیې پر مهال حمله کې، چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی و سخت ټپي شوی دی.

دا کس اوس د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ چې اکثره یې ښځې دي، سرپرستي کوي، خو وایي مړۍ ګتل ورته ستونزمن دي.

یوازې دا پخوانی پوځي نه بلکې یو شمېر نور افغان پخوانیو پوځيانو هم ازادي راډیو سره د خپل ژوند ستونزې شریکې کړي او ادعا کوي چې له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

يو بل کس چې د تېر حکومت د ملي پوځ له سرتېرو څخه دی او نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم خپور شي وایي، که څه هم کلونه یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له امریکایي ځواکونو سره په ګډه دندې ترسره کړي خو لا هم په افغانستان کې پاتې او د انتقال په اړه یې تر اوسه ان ایمېلونو ته ځواب نه ویل کېږي.

د راپورونو پر اساس د پخواني پوځ ډېری سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي هم دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.
د راپورونو پر اساس د پخواني پوځ ډېری سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي هم دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

نوموړی وايي: "د یو داسې کس په توګه چې کلونه يې د امریکا د دفاع وزارت سره په ګډه په سیمه کې کار کړی، تمه مې دا وه چې وختي باید تخیله شوی وای، دا دومره سخت روحي او رواني حالات او ګواښونه به مې اوس نه تېرول، هغې کمپنۍ سره مې چې کار کړی د امریکا د دفاع وزارت تر ټولو ستره قراردادي کمپنۍ ده، ویلي یې و چې، هڅه کوو تاسو انتقال کړو خو ویلي چې هېڅ ضمانت نشته چې تاسو به انتقال شئ."

امریکا په وار وار ویلي، چې د خپلو افغان کارکوونکو د ویستلو ژمنه پوره کوي.

ازادي راډیو ته په لسګونه نورو کسانو هم چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کولې، خپل اسناد او کیسې رالېږلي دي.

که څه هم طالبانو د دغو کسانو د ادعاوو په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې د طالبانو د حکومت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې دوی د خپل مشرتابه له لوري د عمومي عفوې اعلان ته ژمن دي.

خو تر دې مخکې په ځانګړې توګه د طالبانو د بیاواکمنېدو په لومړیو میاشتو کې په خواله رسنیو داسې زیاتې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې ادعا کېده طالبانو ته د منسوبو کسانو له لوري شکنجه او ځورول شوي.

تر دې مخکې د بشري حقونو سازمان راپور وړکړی و چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه،ژورنالېستان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعین او سیاستوال وژلي، شکنجه کړي او یا یې هم لا درکه کړي دي - هغه څه چې طالبانو رد کړي.

وړاندې د چنګاښ په ۲۹مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د تېر کال د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو یاد راپور رد کړی و.

XS
SM
MD
LG