د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د نورستان اوسېدونکي: طالبانو یو قومي مشر او پخوانی امنیه قوماندان وژلی


د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولایت موقعیت

د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکو له طالبانو دا ولسوالۍ نیولې او غواړي چې د دوی د یوه قومي مشر وژونکي باید مجازات شي.

د نورستان لوېدیځ کې د تر ټولو ليرې پرتې ولسوالۍ منډول اوسېدونکو دا ولسوالۍ له طالبانو نیولې او تړلې او ویلي یې دي چې طالبان به په دغه ځای کې پرېنږدي ځکه د دوی په خبره که طالبان دې ولسوالۍ ته ورشي، له خلکو سره به یې نښته رامنځته شي.

د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې دا اقدام یې وروسته له هغه کړی چې د سېمې قومي مشر او د یادې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بهرام الدین طالبانو په منډول کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په بهانه لغمان ته غوښتی او هلته يې له نیولو وروسته پر وهلو ټکولو وژلی دی.

له همدې ولسوالۍ ازادۍ راډیو یوه ویډیو ترلاسه کړې چې په کې لسګونو کسان راټول شوي، یو تن دینې عالم ورته وینا کوي او د قوماندان بهرام الدین وژنه غندي.

خلک وايي،وینا کوونکی دیني عالم په منډول کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوول مولوي دیوبندي دی.

دیوبندي وايي، قوماندان بهرام الدین د طالبانو پر وړاندې هېڅ کار نه و کړی، خو ووژل شو.

دی وايي، د بهرام الدین قاتلان باید په سزا ورسول شي.

نوموړي وویل: "دې ظالمانو دا ستر ظلم کړی، غیرقانوني يې نیولی، وهلی، ډبولی او په شهادت يې رسولی دی. قاتلین يې باید ونیول شي، محکمې ته دې راښکل شي او پر سزا دې ورسول شي څو په راتلونکي کې نور کسان دغه ډول غیرقانوني او خپله سره وژنې ترسره نه کړي."

ځايي خلک وايي، قوماندان بهرام الدین درې کاله وړاندې خپلې ټولې وسلې او مهمات طالبانو ته سپارلي و.

داسې ویل کېږي چې د منډول اوسېدونکو په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو حکومت سره خپله پرېکړه اعلان کړې ده.

د ازادۍ راډیو خبریال له سهاره هڅه کړې چې په نورستان کې د کوم حکومتي مسوول سره خبرې وکړي، خو د راپور تر چمتو کولو پورې بریالی نه شو.

منډول ولسوالۍ له پنجشېر سره اوږده او پر ځنګلونو د پوښل شویو غرونو پوله لري، چېرته چې د طالبانو خلاف پیل شوی مقاومت فعال دی او کله ناکله یو بل سره جګړې کوي.

XS
SM
MD
LG