د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

پنجشېر کې د دوهم مقاومت جبهې سره د 'طالبانو خبرو' لا هم پایله نه‌ده ورکړې


یو شمېر وسله‌وال طالبان
یو شمېر وسله‌وال طالبان

که څه هم د طالبانو ځواکونه د پنجشېر په دروازو کې دي، خو لا پر دې ولایت واکمن شوي نه‌دي.

دواړه لوري د ستونزې د سوله‌ییز حل په لټه کې دي، خو جګړه هم یو احتمال دی.

طالبان وايي، لومړیتوب‌یې دا ټاکلی چې د دې ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي او په همدې موخه‌یې خبرې هم روانې دي.

په کوچنۍ او لویه کچه د دې خبرو له پیل نږدې اوونۍ تېرېږي، خو پایله‌یې معلومه نه‌ده.

طالبان هیله ښيي چې و به توانېږي بې له کومې جګړې پنجشېر د خپل حاکمیت لاندې راولي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، په همدې هدف له مقابل لوري سره مذاکرات روان دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "خبرې روانې دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې دا ستونزه له سوله‌ییزې لارې حل کړي. د اسلامي امارت مجاهدین د تخار، بدخشان، اندراب، نورستان او لغمان له استقامتونو د پنجشېر په دروازو کې ځای پر ځای شوي دي. له سوله‌ییزې لارې هم هڅې روانې دي."

پنجشېر کې د دوهم مقاومت جبهې یو شمېر جنګیالي
پنجشېر کې د دوهم مقاومت جبهې یو شمېر جنګیالي

د دوهم مقاومت جبهې د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت ښودلی، خو ښکاره‌یې د مخالفت دلایل نه‌دي روښانه کړي.

خو یو دلیل‌یې کېدای شي د طالبانو له‌خوا د ټول واک د انحصار وېره وي، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

تر اوسه د طالبانو دوو پلاویو د دوهم مقاومت له ډلې سره کتلي.

د دوهم مقومت ډلې یو غړي فهیم دشتي نن ازادي راډیو ته وویل، پر دې هوکړه شوې چې د دوی یو پلاوی به له طالب مشرانو سره د ستونزې د حل په اړه خبرو ته کېني.

ښاغلی دشتي زیاتوي: "پنجشېر ته د طالبانو له راغلي پلاوي سره هوکړه وشوه چې د دې ولایت یو پلاوی چمتو شي او ولاړ شي، څو له طالبانو سره خبرې وکړي."

ښاغلي دشتي ونه‌ویل چې دا پلاوی به په کومو لومړیتوبونو له طالبانو سره خبرې وکړي، خو که پایله ورنه‌کړي، دواړه لوري د جګړې لپاره هم چمتووالی لري، هغه چې د یوه ګواښ په توګه مطرح ده.

فهیم دشتي
فهیم دشتي

په ورته وخت کې د دې مقاومت یو بل غړي شمس‌الدین حامد ازادي راډیو ته وویل، په پلاوي کې ۱۱ کسان شامل دي.

د ده په وینا، عبدالحفیظ منصور، محمد علم ایزدیار، فضل احمد معنوي، فضل‌الدین عیار، امین‌الله شکوري، سید محمد حق‌بین، عتیق‌الله عتیق، عبداللطیف مراد، تاج محمد جاهد او الماس زاهد د دې پلاوي د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

په پنجشېر کې له افغانستان د وتلي جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح چې ځان‌یې د هغه ځای‌ناستی اعلان کړی هم شته، خو طالبان وايي د ستونزې د حل په اړه له قومي مشرانو سره ګوري او له ښاغلي صالح سره د خبرو کوم پلان‌ نه‌شته.

ښاغلي صالح هم مخکې ویلي چې نه‌غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG