د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

روسیه: افغانستان کې د طالبانو پرضد مقاومت په رامنځته کېدو ده


احمد مسعود او پلویان یې
احمد مسعود او پلویان یې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، د طالبانو پرضد په پنجشېر کې د مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د جوړېدو په حال کې ده.

لاوروف د لیبیا له بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، طالبان پر ټول افغانستان کنټرول نه لري.

ده زیاته کړه، داسې راپورونه شته چې په پنجشېر کې د مقاومت د جبهې پر رامنځته کولو تمرکز روان دی. لاوروف په افغانستان کې د یوه استازي حکومت د جوړولو لپاره د ټول شمول ډیالوګ چې درست افغان سیاسي لوبغاړي په کې شامل وي، غوښتنه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "کله چې طالبانو عملاً کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو او ښارونو اکثریت ونیوه، موږ لا هم د ملي ډیالوګ ملاتړ کوو چې د استازندوې حکومت جوړېدا ممکنوي، دا به د افغانستان د خلکو په ملاتړ نتیجه ورکړي."

پنجشېر دره چې د کابل په شمال ختیځ کې ده، یوازینی ځای دی چې لا هم طالبان نه دي ورغلي.

د هغو تصویرونو له مخې چې ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي، امرالله صالح او احمد مسعود، د طالبانو پرضد چریکان راټولوي.

مسکو ظاهراً د طالبانو لاس ته د کابل لوېدو ته خوشبینه دی او غواړي چې له هغو سره اړیکې ټینګې کړي.

تردې وړاندې روانه اوونۍ په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف په کابل کې له طالبانو سره ولیدل او خپله دا کتنه یې مثبته او رغنده وبلله.

له بلې خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایټالیا صدراعظم ماریو دراجي پرون د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کرملین ویلي چې پوتین او دراجي په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ایټالیا چې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو پړاویزه مشري په غاړه لري، د افغانستان پر اوسني وضعیت د ځانګړې غونډې پر دایرېدو غور کوي.

په عین حال کې ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG