افغانستان
طالبان وايي، د پنجشېر پر لور یې پرمختګ کړی خو له جګړې پرته
طالبان وايي چې وسله وال یې د پنجشېر ولایت پر لور روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د پنجشېر خوا ته د پرمختګ په حال کې دي خو تر اوسه یې پر وړاندې جګړه نه ده شوې.
دی وايي: "زموږ ځواکونو د بدخشان، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ له لارو د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی دی، نژدې شوي دي خو تر اوسه له کوم نښتې سره نه یو مخامخ شوي."
ښاغلي مجاهد که څه هم وویل چې په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفانو سره خبرې روانې دي، خو یادونه یې کړه چې د طالبانو ځواکونه باید هلته دېره وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د زیمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې افغانستان توپوهنه پیل کړې ده
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ د لومړۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ، زیمبابوې خپله لومړۍ پاڼۍ په ۵۰۴ منډو پای ته ورسوله.
افغانستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ په ۳۵ اور کې تراوسه د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.
زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
دا پنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې، د لړم تر۱۹ پورې دوام وکړي.
فرانسه: له طالبانو سره تخنیکي خبرې د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو له پیل سره سره، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ دا هم رد کړه چې ګواکې د طالبانو استازي په اوس وخت کې په پاریس کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې حضور لري.
تر دې مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې تایید کړې وې.
د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څرګندونې ندي کړې خو له دې مخکې یې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي چې اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره په تماس کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګروملتونو کارپوهانو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان او زیمبابوي د لومړۍ ټسټ لوبې دوهمه ورځ
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ لومړۍ ټسټ لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې روانه ده.
نن جمعه د لوبې په دویمه ورځ زیمبابوې تراوسه د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۴۷۷ منډې جوړې کړې دي.
زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پرېکړه کړې وه. افغانستان لا خپله لومړۍ پاڼۍ نه ده پیل کړې.
دا ټسټ لوبه چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ پیل شوې، پنځه ورځې به دوام کوي.
سکاټ پیټرز: امریکا باید له خپلو افغان متحدانو سره پر کړې ژمنې ودرېږي
د امریکا د استازو جرګې غړي سکاټ پیټرز د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه د اندېښنو په دوام ټینګار کړی چې امریکا باید له هغو افغانانو سره پر خپلې ژمنې ودرېږي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.
پیټرز د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو افغانانو او د هغوی د کورنیو بېرته طالبانو ته سپارل د امریکا له ژمنو سرغړونه ده.
نوموړي همداراز ویلي چې قانون جوړوونکي به د افغانانو په ایستلو کې د پاکستان د احتمالي رول په اړه د ځوابونو غوښتلو او د افغانانو د خوندیتوب لپاره د قانوني اقداماتو هڅو ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د نومبر پر دویمه د پیټرز په مشرۍ د کانګرس ۶۶ غړو د ټرمپ له ادارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د نیویارک یوې فدرالي محکمې افغانستان یا پاکستان ته د یو شمېر افغانانو ایستل ترشنبې د نومبر تر اوومې نیټې پورې په موقت ډول درولي دي.
د افغان کډوالو ملاتړي سازمان افغان ایواک بیا د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ وویل چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قانون پلي کولو ادارې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره د نومبر۱۶ نوې نیټه ټاکلې ده.
ملګري ملتونه: نږدې ۹۰ میلیونه بې ځایه شوي خلک د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR، خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه په زور بې ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.
د دې ادارې د تازه راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې ځایه شوي خلک د افغانستان او بنګله دېش په څېر هېوادونو کې مېشت دي چې د اقلیمي بدلون له جدي خطرونو سره مخامخ دي.
راپور خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون خپلو سیمو ته د کډوالو بېرته ستنېدل هم ستونزمن کړي او د بیا بې ځایه کېدو خطر یې زیات کړی دی.
دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې افغانستان له ایران او پاکستان څخه د ګڼو کډوالو د راستنېدو ترڅنګ، له پرله پسې وچکالیو، سېلابونو او د اوبو له کمښت سره هم مخ دی.
UNHCR د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون د نړیوالې غونډې، COP31، په درشل کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له اقلیمي ګواښونو سره د زیانمنو ټولنو د مقابلې لپاره مالي مرستې زیاتې کړي.
کندز او بغلان کې څه دپاسه ۷۲ زره متره مربع ځمکه له ناچاودو مهماتو پاکه شوې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی صندوق وايي، په کندز او بغلان ولایتونو کې یې څه د پاسه ۷۲ زره متر مربع ځمکه له ناچاودلو مهماتو پاکه کړې ده.
دغه صندوق د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۴مه» په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي چې د سیمو د پاکولو چارې د یوې ګډې برنامې په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
صندوق زیاته کړې چې ناچاودي مهمات لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوسېدونکو ژوند ګواښي.
تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف د چلدرن) په یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو پر مهال د جګړې بېلابېلو ښکېلو خواوو د هېواد په پراخو سیمو کې ماینونه او ناچاودي مهمات ځای پر ځای کړي چې لا هم ترې ملکي وګړي قرباني کېږي.
د بخښنې سازمان: افغانستان د کډوالو د هر ډول جبري ستنولو لپاره خوندي نهدی
د بخښنې نړیوال سازمان د اروپا څانګه وايي، افغانستان د کډوالو د هر ډول جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نهدی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا هم پراخې او سیستماتیکې دي، د سرغړونو عاملان له مجازاتو معاف دي او په دغه هېواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن مېکانیزمونه نهشته.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د دوشنبې په ورځ تأیید کړه چې پاریس د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو له چارواکو سره تخنیکي خبرې کوي.
فرانسه او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي چې د پناه غوښتنلیکونهیې رد شوي یا د دغو هېوادونو لهخوا امنیتي ګواښ بلل شوي دي.
دغې پرېکړې پراخې اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په شمول، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د حقونو فعالانو د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغانستان کې د ډینګي تبې د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې د ډینګي تبې د پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دې ویروسي ناروغۍ نښې او علایم وپېژني.
د دغه سازمان په وینا، لوړه تبه، سر درد، د سترګو شاته درد، زړه بدوالی، د عضلاتو او بندونو درد او د پوستکي دانې د ډینګي تبې مهمې نښې دي.
دا ناروغي معمولاً له دغو نښو څخه له دوو یا زیاتو نښو سره مل وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغانو تازه شمېر نهدی خپور کړی، خو تر دې مخکې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د ډینګي تبې لږ تر لږه د ۲۸۳ پېښو د ثبت خبر ورکړی و.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت د ککړو غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.
که د دې ناروغۍ درملنې او پاملرنې ته پر وخت پام ونهشي، خطرناکه او ان وژونکې کېدای شي، خو په وخت تشخیصیې د درملنې زمینه برابروي او ډېری ناروغان ترې بېرته رغېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې ناروغۍ واکسین د ټولو خلکو لپاره مناسب نهدی او د غوماشو له چیچلو څخه مخنیوی یې د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د جام په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) ترسره شوه او ځوانو افغان لوبغاړو په یوې پیاوړې بریا ترسره کړه.
د توپ اچونې په برخه کې امیر حمزه، نور علي نیازي او سمیعالله مبارز ښه وځلېدل.
له ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو د اسیا جام د کرکټ دیارلسم پړاو سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د لړم له ۱۴مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د عمان په کوربهتوب روانې دي.
د پاکستان لوبډله چې د دغو سیالیو د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې، په روانې سیالۍ کې د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره لوبېږي.
د بې پولي خبریالانو سازمان: طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۷۷ خبریالان نیولي
د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF) وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا۷۷ خبریالان نیولي دي.
د دې سازمان په هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی راغلي چې د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو په ځپلو، سانسور، د خبریالانو په تهدید او له رسنیو د خپریدونکې متحوا د کنټرول په برخه کې رول لري.
ار اس ایف په دې راپور کې د یو شمیر خبریالانو په حواله د نیونې، ځورونې، جاسوسي او د طالبانو خلاف د تبلغ په تور د افغان خبریالانو د توقیف خبره هم کړې ده
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ار اس ایف دا ادعاوې رد کړي او ویلي دي چې د دوی استخباراتي اداره د قانون مطابق فعالیتوونه کوي او په خپل سر څوک نیسي.