د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

احمد مسعود: افغانان دې پنجشېر ولایت ته راشي او د طالبانو په وړاندې دې ودرېږي


د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود
د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود

د افغانستان د پخواني جهادي مشر احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود له افغانانو غواړي چې پنجشېر ولایت ته ورشي او د طالبانو په وړاندې ودرېږي.

نوموړي ویلي، غواړي چې په افغانستان کې د زورواکۍ د بریا مخه ونیسي.

نوموړي د فرانسې لارګل دوژو ورځپاڼې سره په مرکه کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې دوی سره یوځای او د طالب په وړاندې وجنګېږي.

احمد مسعود اعلان کړی چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ځواکونه باید د پنجشېر په ښار کې راټول شي چې د هېواد وروستی ازاد ولایت دی چې د کابل شمال ته شااوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن لري.

پنجشېر کې د افغان ځواکونو یو شمېر ولاړ زغروال موټر
پنجشېر کې د افغان ځواکونو یو شمېر ولاړ زغروال موټر

احمد مسعود ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ټول واک نه‌دی ترلاسه کړی او لاهم کولای شي چې له دې مبارزې ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمعیت ګوند رهبرانو د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.

د مقاومت جبهې غړي اجمل سېلاب ازادي راډیو ته وویل که چېرې خبرې نتیجه ورنه‌کړي احمد مسعود د شمال مشرانو سره یوځای یوه ډله مقاومت ته چمتو ده.

هغه له پاکستاني مشرانو سره د جمعیت ګوند د غړو د خبرو پایلو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل چې غونډه به په یو "ملي سیاسي هوکړه" پای ته ورسېږي.

ښاغلي سېلاب دا هم وویل چې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه ډېری ځوانان هره ورځ پنجشېر ته راځي او د مقاومت جبهې سره یوځای کېږي.

دوی وایي که طالبان په پنجشېر حمله وکړي دغه ځوانان مقاومت ته چمتو دي.

یونس قانونی
یونس قانونی

د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني او یو شمېر نور پخواني جهادي مشران د یکشنبې په ورځ د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره پاکستان ته ولاړل.

ویل کېږي چې دغه پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره د خپلو لیدنو کتنو پایلې سبا له رسنیو سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG