د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

نورستان کې انساني ناورین؛ د سېلابونو له امله د مړو او ورکو شویو شمېر له ۲۵۰ اوښتی


ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د سېلابونو له امله نړېدلي کورونه
ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د سېلابونو له امله نړېدلي کورونه

په نورستان ولایت کې د تېز باران او د سېلابونو د راوتلو له امله رامنځته شوی انساني ناورین!

د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د انساني تلفاتو شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي.

چارواکي وايي د مړو او ورکو شویو کسانو شمېر له ۲۵۰ اوښتی او ښايي دا شمېرې لا زیاتې شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډيو ته وویل چې دوی سیمې ته د سرې میاشتې ډله استولې چې د تلفاتو دقیق شمېر معلوم کړي ترڅو دوی مرستې ورته ورسوي.

نوموړی وايي تر دې دمه نږدې ۶۰ جسدونه له سینده راویستل شوي او او تر ۱۸۰ نور لا تر اوسه هم نادرکه دي چې لا هم لټه‌یې دوام لري.

حافظ عبدالقیوم زیاتوي: "تقریباً ۱۸۰ تنه تري تم دي، ۴۰ جسدونه په کامدېش کې راویستل شوي، ۱۶ جسدونه د ناړۍ او اسمار ترمنځ پیدا شوي او حتی څو يې په سرکاڼو کې هم له سیند راویستل شوي دي او لاهم لټون دوام لري. دغه شمېر نور هم زیاتېدای شي."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره وايي، د نورستان په ګډون لا هم په کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شته او خلک باید احتیاطي تدابیر ولري.

په همدې حال کې

د پېښو په وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، د یادو سېلابونو له امله له ۱۵۰ ډېر کورونه او دوه لوی پلونه نړېدلي او نږدې ۱۴۰ تنه لا هم نادرکه دي.

د دې ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي

ازادي راډيو ته وویل، له دې امله چې یاده سیمه د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې ده تر دې دمه مرستې نه‌دي رسول شوي.

عظیمي زیاته کړه: "سیمه د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې ده او په همدې دلیل لا موږ سیمې ته مرستې نه‌دي رسولي، هڅه کوو چې د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب یوه حل لاره راوباسو چې د سیمې خلکو ته مرستې ورسوو، خو لا نه‌یو توانېدلي."

د پېښو په وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي
د پېښو په وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي

له دې وړاندې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم ازادي راډيو ته ویلي و چې د کونړ په غازي‌اباد او اسمار ولسوالیو کې له تېرو دوه میاشتو وسله‌والو طالبانو کامدېش ته غځېدلی سړک بند کړی او که چېرته لاره خلاصه شي او طالبان ورته اجازه ورکړي، نو دوی به زیانمنو شویو خلکو ته ځانونه ورسوي.

که څه هم د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کونړ په یادو سیمو کې د لارې د خلاصېدو په اړه څه ونه‌ویل، خو ویې‌ویل چې ټولو مرستندویانو او د دولت بې‌وسلې مأمورینو ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي.

دغه ډلې د کامدېش سیلاب‌ځپلو سره د پنځه ملیونه افغانیو د مرستې اعلان هم کړی.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دی چې وخت ناوخت په‌کې د اورښتونو او د موسمي سېلابونو د راوتلو خبرونه ورکول کېږي.

د افغانستان د نورستان ولایت یوه څنډه
د افغانستان د نورستان ولایت یوه څنډه

خو ښايي دا لومړی ځل وي چې د سېلابونو له امله له ۲۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG