د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د نورستان په کامدېش کې سیلابونه؛ تر اوسه ۴۰ مړي را اېستل شوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې سیلابونه په سلګونه کورونه وړي او زیات شمېر کسان يې وژلي دي.

خلک له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستو غوښتنه کوي.

د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه سیلاب د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.

د یادې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی عبدالرحمن وايي: "بېګاه میردېش کلي کې سیلاب راغلی دی، تقریباً اوو سوه-اته سوه کوره کلی و، ټول يې وړي دي."

د ولایتې شورا رئیس سعدالله پاینده زوی بیا وایي چې په میردېش کې سیلاب سل کورونه د انسانانو او څارویو سره وړي او تراوسه د ۴۰ تنو جسدونه رااېستل شوي دي.

د نورستان قومی مشرغلام الله نورستانی بیا له حکومت او مرستندویه ټولنو سیلاب ځپلو ته د اړېنو مرستو غوښتنه کوي: "یو ناورین دی او باید خلکو ته اړېنې مرستې ورسول شي. سور صلیب باید لاړ شي، هغه ساحه د طالبانو په واک کې ده، څو د خلکو مشکلات حل شي."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان چارواکي هم وايي، په میردېش کې د سختو ورښتونو له امله سیلاب راوتلي او یاد کلی یې ۹۰ سلنه ویجاړ کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "بدبختانه چې بېګاه شپه د کامدېش په ميردېش کلي مهلک سیلاب راغلی او ۹۰ سلنه کلي يې ویجاړ کړی دی. د راپورونو مطابق تراوسه په کې په لسګونه کسان وژل شوي دي، خو تراوسه کره معلومات ځکه نشته چې هلته ټیلیفون او د ټېلې کمونیکیشن نور وسایل وجود نه لري."

والي وايي، یاده ساحه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، که هغوی ورته اجازه ورکړي نو دوی حاضر دي چې سیلاب ځپلو ته مرستې ورسوي: "کوښښ کوو چې د تلفاتو اخري او کره معلومات هم ترلاسه کړو، چون ساحه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، هغوی انساني او بشري مرستو ته هم دومره اجازه نه ورکوي، خو بیا هم که لاره خلاصه شي نو دوی به مرستې ورسوي."

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی ټولو مرستندویه ادارو او هغو حکومتي کسانو ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي چې وسله ونه لري.

له دې وړاندې د نورستان په دواب او نورګرام ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي او زیات سرکونه يې ویجاړ کړي، خو د خلکو په خبره چې لا هم چا ورته د مرستو لاس نه دی غځولی.

XS
SM
MD
LG