د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

طالبان وايي هر څوک چې د نورستان سېلاب ځپلو ته مرستې رسوي لارې ورته پرانیستي


ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

د نورستان په کامدېش کې سېلابونو په یوه داسې سیمه کې بشري ناورین رامنځته کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

خپله طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي ملکي ادارې نه‌لري او داسې نه‌ښکاري چې د سترو بشري او طبیعي ناورینونو په وړاندې دې چمتو وي.

که څه هم طالبانو ویلي چې مرستندویه ادارو ته‌یې سیمې ته د ورتګ او مرستې رسولو اجازه ورکړې، خو لا هم د نورستان د کامدېش سېلاب ځپلو ته حکومتي او مرستندویه ادارې په ورتګ کې زړه نا زړه دي او تر دې مهال سېلاب ځپلو ته د ژغورنې او مرستې لپاره کمې هڅې شوې دي.

ازادي راډیو په دې اړه چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د طبیعي پېښو، بشري ناورینونو او ملي خدمتونو په برخه کې څومره چمتووالی لري او په ځینو ملکي مواردو کې له ملکي حکومتي ادارو سره څنګه تعامل کوي، د طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره مرکه کړې.

له مجاهد په پیل کې پوښتنه شوې چې د طالبانو د غوښتنې سربېره چې وايي، مرستندویه ادارې د نورستان سېلاب ځپلو ته مرستې رسولای شي، خو داسې ښکاري چې هم مرستندویه ټولنې او هم حکومتي ادارې ناورین ځپلې سیمې ته ورتګ کې زړه نا زړه دي، ستاسو له‌خوا هغو کسانو ته چې د مرستې لپاره ځي او طالبان نه‌دي، څه تضمین شته چې خوندي به وي؟

د طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد مرکه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG