د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان له معترضو ښځو په وېره کې دي


هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي، طالبان له معترضو ښځو په وېره کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو له ځپونکو اقداماتو سره سره سلګونه افغان نجونې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره په لاریون وتلې دي.

د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې د معترضو نجونو په وړاندې د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي ډک وبلل.

هیدر بار
هیدر بار

هغې زیاته کړه: "په وروستیو څو ورځو کې چې کومې مظاهرې موږ ولیدلې او ټولې یې د ښځو له خوا وشوې په څو میاشتو کې بې سارې دي. ځینې مسایل په کې د پام وړ دي دا چې ګڼې ښځې چمتو دي چې د مظاهرې لپاره دباندې ووځي سره له دې چې د معترضو ښځو په وړاندې طالبانو له وحشت ډک چلند کړی له هغې ډلې دا چې د ځینو راپورونو په اساس ځينې معترضینې بندیانې شوي، یا هوايي ډزې پرې شوي یا اوس چې ځینې محصلانې په لیلیه کې قفل شوې دي."

د راپورونو له مخې په کابل، هرات، بامیان او ځینو نورو ښارونو کې سلګونه نجونې او ښځې دا وروستۍ څو ورځې لاریونونه کړي.

په اکثرو سیمو کې له دغو معترضو ښځو سره د طالبانو د تاوتریخجن چلند پېښې راپور شوي.

له هغې ډلې په کابل کې څو نجونې وهل شوي په هرات کې هم د نجونو په وهلو سربېره په هغوی هوايي ډزې شوي.

هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00
د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د کابل په دشت برچي کې تېره جمعه په یوه ښوونیز مرکز برید چې په کې ۵۳ تنه اکثر ځوانې نجونې ووژل شوې او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول هغه څه وو چې ګڼې ښځې یې په غبرګون پاڅېدې او مظاهرې یې وکړې.

په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید غبرګون کې د ښځینه لاریون کوونکو انځور
په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید غبرګون کې د ښځینه لاریون کوونکو انځور

تر ټولو تازه پېښه بیا له مزارشریف ښاره راپور شوې چېرته چې نجونې په خواله رسنیو ادعا کوي چې طالبانو پرې د بلخ د پوهنتون د ښځو لیلیه قلف کړې او دوی بهر ته نه پرېږدي.

په یوه ويډیو کې ښکاري چې نجونې یوې دروازې ته لویدلی قلف په ډبرو وهي څو یې مات کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر لیکلو پورې د یادې پېښې په تړاو د ازادي راډیو پوښتنه بې ځوابه پرېښوده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیال هیدر بار زیاتوي چې د نجونو په وړاندې د طالبانو د دې په خبره ځپونکي اقدامات په ډاګه کوي چې طالبان له ښځو په وېره کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG