د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

کابل کې له خونړي بريد وروسته يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه شوي


کابل کې د ښځو لاريون
کابل کې د ښځو لاريون

په کابل کې د جمعې د ورځې له خونړي ځانمرګي برید وروسته په تېرو دوو ورځو کې د پلازمېنې په ګډون په بامیان، غزني او هرات ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

د یکشنبې د ورځې مظاهرې هم‌مهاله په هرات، بامیان او غزني ولایتونو کې ترسره شوې.

معترضو ښځو چې تر ډېره یې تورې جامې اغوستې وې شعارونه ورکول چې: " پوهنه زموږ حق دی، د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ!."

په هرات او بامیانو کې د مظاهره کوونکو شمېر سلګونو ته رسېده، خو په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا یوازې جاغوري ولسوالۍ کې یوې ډلې مظاهره وکړه.

په هرات کې مظاهره وروسته تر هغه تیت و پرک شوه چې د طالبانو یو شمېر عسکرو ډزې پرې وکړې.

د دغې مظاهرې پر مهال د یو شمېر اعتراض کوونکو د وهلو او ډبولو خبر هم ورکړل شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ په کابل کې څه باندې سل تنه پر " کاج " ښوونیز مرکز د وروستي خونړي برید د غندنې په پار سړکونو ته راووتل.

کابل کې د مېرمنو پر لاريون د طالبان د هوايي ډزو راپورونه هم ورکړل شوي.
کابل کې د مېرمنو پر لاريون د طالبان د هوايي ډزو راپورونه هم ورکړل شوي.

تر دغه برید وروسته پر ټویټر د هزارګانو د نسل وژنې د مخنیوي هشتګ هم رامنځته شو چې تر پرون پورې یې شمېر له نیم میلیون نه اوښتی و.

ملګري ملتونه وایي چې د جمعې ورځې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او له ۸۰ زیات نور ټپيان شول.

بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو دغه برید غندلی او دوی د اقلیتونو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو د لا امنیت غوښتنه کړې ده.

بل لور ته بیا د طالبانو حکومت دغې پېښې ته د نړیوالو غبرګون غرضي بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، نړیوال باید د افغانستان د پېښو په تړاو مسؤلانه چلند وکړي.

احمد ضيا تکل
احمد ضيا تکل

نوموړی وايي: "ټولو بهرنیو اړخونو ته د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه له خواخوږۍ ها خوا له غیر مسؤلانه څرګندونو د ډډې کولو جدي سپارښتنه کوو. هر څوک چې نفاق ته لمن وهي زموږ له متحد ملت سره جفا، له اخلاقي پولو تېری او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکامې هڅې کوي."

پر کاج ښوونیز مرکز د برید مسؤلیت لا د دغه راپور د لیکلو تر وخته کومې ډلې نه‌دی منلی، خو په تېر کې داعش وسله‌والې ډلې د دغه ډول بریدونو پړه منلې ده.

نړیوال داعش ډله د طالبانو په وړاندې یو ګواښ ګڼي، خو طالبان وایي، افغانستان کې یې دغه ډله ۹۸ فیصده له منځه وړې ده.

XS
SM
MD
LG