د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

عبدالسلام حنفي: پر ښونیزو مرکزونو بریدونه ستر جنایت دی


د جمعې په ورځ د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم یو ښوونیز مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱۷ کسانو ته مرکز ژوبله واړوله.
د جمعې په ورځ د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم یو ښوونیز مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱۷ کسانو ته مرکز ژوبله واړوله.

د کابل په دشت برچې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز تر خونړي برید وروسته چې ډېری قربانیانې یې نجونې وې، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په پر ښونیزو مرکزونو بریدونه ستر جنایت بللی دی.

په کابل کې د جمعې ورځې چاودنې ته د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو پر دوام د طالبانو حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي دغه برید یو ستر جنایت یاد کړی.

هغه د شنبې په روځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، پر ښوونیز مرکزونو او جوماتونو بریدونه یو غیر انساني عمل دی او ترسره کونکي به یې تر نیول کیدو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي.

هغه وویل: "هر هغه څوک چې په دغه ډول جنایاتو لاس پورې کوي او مسلمانان په جوماتونو کې هدف ګرځوي و یا هغه بې دفاع زده کونکي چې په ښوونیز مرکزونو کې تعلیم او تحصیل کوي، دوی په معصومانه ډول هدف ګرځوي زما په نظرله دې لوي جنایت بل نه شته."

د جمعې په ورځ د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم یو ښوونیز مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱۷ کسانو ته مرکز ژوبله واړوله.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د دغې چاودنې تلفات ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۱ ټپیان ښي خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۸۲ ښي.

یوناما ویلي، چې په وژل شویو کې له شلو زیاتې نجونې دي.

ښاغلی حنفي داسې څرګندونې داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو چې دا دی، له یو کال زیاته موده کېږي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.

په ناروې کې د افغانستن پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ د ښاغلي حنفي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، طالبان باید د غندونو پر ځای معذرت وغواړي، ځکه په خبره یې د نجونو ښوونځي یې تړلي او وینو چې هره ورځ د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو مخکې ته بریدونه کېږي.

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

بارکزۍ زیاتوي: "طالبان په ځای ددې چې دغه ډول اعمال تقبیح کړي باید راشي او د خلکو په مخ کې معذرت وغواړي. د دې لپاره چې د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي او موږ وینو چې هر ورځ مکتوبونه او ښونیز مرکزونو تر بریدونه لاندې راځي. زه فکر کوم په سیاسي تشو خبرو او تقبیح باندې که د افغانستان ستونزې حل کېدلې دا تېرو شلو کلونو کې به حل شوې وې."

د یادونې ده، چې طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په تړاو په نړیوال کچه له انتقادونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچار بنیت همدا تېره ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې یو شمېر افغان فعالینو سره په لیدنه کې ویلي، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره د افغانستان په څېر چلند نه کېږي.

د نوموړي په خبره، البته یوځل پخوا هم داسې شوي چې هغه هم د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې وه، او په خبره یې تکرار ته یې باید اجازه ورنه کړل شي.

XS
SM
MD
LG