د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ریچارد بنیت: طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

وروسته له هغې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته په اشارې سره وویل، طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، هر څوک د مسئلې د بهتر حل لپاره نظر ورکوي او دا د درز په مانا نه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو موضوع ته په اشارې سره ویلي، طالبان په دې برخه کې واحد دریځ نه لري.

ریچار بنیت دا خبرې پرون شنبه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افغانانو د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ټولنو له مسوولانو سره په خبرو کې کړي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین په دې اړه ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي، هر څوک د مسئلې د بهتر حل لپاره نظر ورکوي او دا درز په مانا نه ده.

شاهین وویل: "د ا یوه مهمه او حل طلب مسئله ده، او لکه چې تا سو ته معلومه ده فعلاً د مشرتابه تر امر ثاني پورې معطل ده. هر څوک د مسئلې د بهتر حل لپاره خپل نظر ورکوي، دا د درز په معنا نه ده. مشرتابه د ټولو نظرونه اوري. نهایت به د اسلامي اصولو او د نظام د مصلحت په رڼا کې هدایت کوي ان شاالله."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې یو شمېر طالب چارواکو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه ویشلي نظرونه څرګند کړي دي.

پرون کابل والي شیخ ندا محمد ندیم د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره په کتنه کي ویلي، د عصري علومو زده کړه د وخت اړتیا ده او باید ورته جدي پاملرنه وشي.

تېره سې شنبه بیا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوې غونډه کې وویل، چې د اسلامي شریعت په هېڅ ځای کې د هېڅ چا د تعلیم مخنیوی نه دی شوی او علم په نارینه او ښځو دواړو فرض ګرځول شوی دی.

خو په همدغه غونډه کې بیا د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنیفي دنیوي تعلیم مباح وګاڼه او ویې ویل: " کله چې د مباح او امیر تر مابین تعارض راشي، نو بیا د امیر حکم واجب دی."

مخکې تر دې بیا د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر په ارزګن ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې دا د خکو فرهنګي ستونزه ده و دوی اجازه نه ورکوي، چې د دوی ۱۶ کلنې لوڼې او خویندي ښوونځي ته ولاړې شي.

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د طالب چارواکو دې څرګندونو ته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کارونکو هم بېلابېل غبرګونه ښودلي دي، د نجونو د تعلیم ملاتړي یې ستایلي او د دوی د زده کړو خلاف څرګندونې یې ناسمې بللې دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له یو کال زیات وخت تېرېږي او په ټوله دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کونکو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

د طالبانو حکومت دا کار په نړیواله کچه غندل شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت مخکې ویلي، په دې اړه باید د دوی د حکومت مشرتابه پرېکړه وکړي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG