د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

یوناما: طالبان دې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو ډډه وکړي


د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر له طالبانو غوښتي دي چې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو دې ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما له طالبانو غواړي چې د سوله ییزو مظاهرو پر وړاندې دې له تاوتریخوالي کار نه اخلي.

یوناما په یو بیان کې چې پرون پر ټویټر خپور شو د معترضو مېرمنو د مظاهرو د یوې ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي، له هغو مېرمنو سره چې د هزاره ګانو په سیمه کې د جمعې ورځې له برید وروسته، د خپلو ټولنو د خوندیتوب غوښتنه کوي د تاوتریخجن چلند صحنې بوږنوونکې دي.

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

د یوناما په بیان کې له طالبانو د ټولو افغانانو د حقونو د خوندي کولو او د سوله ایزو مظاهرو د حق د مخنیوي لپاره د وسلې نه کارولو غوښتنه شوې.

د پرونیو مظاهرو ګډونوالو مېرمنو ویل چې د کابل په دشت برچې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو لپاره عدالت غواړي.

دوی ادعا کوله چې په هزاره مېشتو سیمو کې حملې د دوی د نسل وژنې لپاره کېږي. معترضانو همداراز ویل ترڅو چې ځانمرګې حملې وي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د کابل لوېدیځ کې د وروستۍ چاودنې په غبرګون د ښځینه لاریون کوونکو انځور
د کابل لوېدیځ کې د وروستۍ چاودنې په غبرګون د ښځینه لاریون کوونکو انځور

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په دشت برچي سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي د پخوانیو حملو مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی.

دا ډله پر طالبانو هم وخت ناوخته حملې کوي.

بل خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي چې په افغانستان کې وروستۍ حملې شریرې کړۍ کوي.

دې وزارت پرته له دې چې د ځانګړې ډلې نوم واخلي ویلي دي چې دا د افغان ولس د دښمنانو له خوا دسیسه ده.

په عین حال کې د کاج په ښوونیز مرکز کې د جمعې ورځې د چاودنې د قربانیانو په اړه ضدونقیضې شمېرې ورکړل شوي.

یوناما پرون په یوه مخکیني بیان کې وویل چې په برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

یوناما همداراز وویل چې په ۳۵ وژل شویو کسانو کې له ۲۰ زیاتې نجونې شاملې وې.

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو مخکې د ۲۰ کسانو مړینه تایید کړې وه، خو فرانسپرس خبري آژانس پرون د کورنیوچارو وزارت د یو چارواکي له قوله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي خبر ورکړ چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG