د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د لاریونونو دوام؛ بلخ کې محصلانو پر کاج ښوونیز مرکز برید وغانده


په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلانو نن دوشنبه لاریون وکړ او د عدالت غوښتونکي شول.

د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلانو چې ډېری یې نجونې وې د دوشنبې په ورځ په مزار شریف ښار کې د هغه برید په غبرګون لاریون وکړ، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز وشو.

لاریون کوونکو د عدالت او زده کړه زموږ حق دی شعارونه ورکول او په کابل کې یې پر کاج ښوونیز مرکز برید وغانده.

دوی غوښتنه وکړه چې د یادې پېښې عاملان دې خپلې سزا ته ورسېږي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو لاریون کوونکو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

د بلخ پوهنتون محصلانو هڅه وکړه چې د یوې لیلیې د دروازې قفل په تېږه مات کړي، کوم چې طالبانو اچولی.

دوی غوښتل له لاریون کوونکو سره یوځای شي، خو طالبانو یې مخه نیولې.

د دغه پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "پنځه لیلیې دي او طالبانو د دغو پنځو لیلیو دروازې سهار وختي زموږ پرمخ وتړلې څو په لاریون کې ګډون ونه کړو. د درېیو لیلیو دروازې ماتې شوي او بند پاتې کسان لاړل لاریون سره یو ځای شول. ډېری طالبانو ونیول او بندیان یې کړلې او وې وهل، ټیلیفونه یې ترې واخیستل او هغوی یې ډېر ووهل."

په ورته وخت کې د طالبانو له لوري د بلخ پوهنتون د لاریون کوونکو محصلانو د نیول کېدو خبرونه هم ورکول شوي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري بیا ازادي راډيو ته په استول شوي خبرپانه کې دا ادعاوې رد کړې چې دوی یو شمېر محصلان نیولي او لاریون یې د خلکو حق بللی دی.

نوموړي، ویلي چې د دوشنبې ورځې د لاریون په اړه له دوی سره هېڅ ډول همغږي نه وه شوې او همدا لامل دا و چې ښار کې د لاریون کوونکو د ګرځېدو راګرځېدو مخه ونیول شوه.

په پلازمېنه کې بیا د کابل پوهنتون ځینې محصلان وايي، طالبانو د دوشنبې په ورځ د پوهنتون شاخوا محاصره کړی او محصلان د نورو ورځو په توپیر نه شي کولای له پوهنتون بهر ووځي او یا هم دننه ولاړ شي.

د دغو محصلانو له ډلې یوې یې، چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "سهار وختي چې کله موږ پوهنتون ته راغلو وضیعت کاملاً بل ډول و. په نورو ورځو کې به یوازې زموږ کارتونه د پوهنتون دروازې کې لیدل کېدل، خو نن یې زموږ دسکولونه هم ولیدل او جلا جلا یې تلاشي کړل. د پوهنتون په درېیو دروازو کې د اسلامي امارت نظامیان ولاړ وو. په پوهنتون کې اوازه وه چې په پوهنتون د امنیتي ګواښونو له امله امنیتي تدابیر کلک شوي. په نورو ورځو کې به مو چې غوښتل له پوهنتون بهر ووځو اجازه به راکول کېده، خو نن یوازې محصلانو ته د ننوتلو اجازه ورکوله بهر یې څوک نه پرېښودل."

د کابل پوهنتون لیلیه
د کابل پوهنتون لیلیه

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې شاوخوا ۵۰ ښځینه محصلانې د دوشنبې په شپه مسموم شوي او روغتون ته انتقال شوي څو په لاریون کې ګډون ونه کړي.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د محصلانو د مسموم کېدلو موضوع رد کړه.

هغه وویل: "د لیلیې له ۱۵۰۰ محصلینو څخه یوازې ۵۰ کسه یې په خوړو کې د بې احتیاطۍ له امله په موقت ډول ناروغه شوې وې چې اوس یې حالت ښه دی."

له هغې وورسته چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې چادونه وشوه په تېرو دوه ورځو کې یې په غبرګون په کابل، هرات، بلخ او غزني کې لاریونونه وشول.

هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

لاریون کوونکو د دغې پېښې د عاملانو د نیول کېدو ترڅنګ نجونو ته د زده کړو د حق غوښتنې هم کولې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما ) د دوشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې د جمعې په سهار د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز په برید کې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې اعلان کړې.

په دغه توېټ راغلي، چې په دې چاودنه کې ۴۳ کسه وژلي او ۸۳ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، د دې پېښې اصلي قربانیان نجونې او مېرمنې دي.

XS
SM
MD
LG