د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

امریکا پر طالبانو تازه بندیزونه ولګول


ارشیف، یو شمېر طالب چارواکي
ارشیف، یو شمېر طالب چارواکي

د امریکا متحده ایالاتو له ښځو سره د چلند په خاطر پر طالبانو تازه بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د اکټوبر په ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر هغو اقداماتو رڼا واچوله چې له مخې یې د طالبانو پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پالېسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي د ویزې بندیز لګول کېږي.

افغانستان د نړۍ یوازنی بد مثال دی چې له شپږم د پورته ټولګیو زده‌کوونکې نجونې په‌کې په سیستماتیک ډول ښوونځي ته له تللو محرومې شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

ښاغلي بلېنکن وویل له څه باندې یو کال راهیسې افغانستان د نړۍ یوازنی بد مثال دی چې له شپږم د پورته ټولګیو زده‌کوونکې نجونې په‌کې په سیستماتیک ډول ښوونځي ته له تللو محرومې شوي په داسې حال کې چې ښوونځي ته د دوی د ستنېدو هېڅ نښې نښانې نه‌ښکاري.

د اکټوبر ۱۱مه د ملګرو ملتونو له‌خوا د وړو نجونو د نړیوالې ورځې په توګه هر کال نمانځل کېږي او هدف‌یې دا دی چې د نړیوالو پام د نجونو پرمختګ او د ستونزو حل ته راواړوي.

ارشیف، له ښوونځي یو شمېر بېرته ګرځېدونکې زده‌کوونکې
ارشیف، له ښوونځي یو شمېر بېرته ګرځېدونکې زده‌کوونکې

په همدې مناسبت پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي هم یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

انتونیو ګوترش د نجونو نړیوالې ورځې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټویټر لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې‌برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی.

ګوترش ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري.

د نجونو پر تعلیم بندیز هغه لویه مسئله ده چې د طالبانو حکومت‌یې له نړیوالې ټولنې سره په لانجه اړولی دی.

د نجونو پر تعلیم بندیز هغه لویه مسئله ده چې د طالبانو حکومت‌یې له نړیوالې ټولنې سره په لانجه اړولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې.

د طالبانو مشرانو که څه هم څرګنده کړې چې د نجونو له تعلیم سره مخالف نه‌دي، خو وايي چې د نجونو د تعلیم د څرنګوالي په اړه‌یې یوې کمېټې ته دنده سپارلې ده څو پر تګلاره‌یې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG