د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

ګلوب اینډ مېل: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جنسي تاوتریخوالی پر زیاتېدو دی


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

اټلانټیک:

اټلانټیک خپرونې د افغان نجونو د ښوونځيو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "د افغانستان پټ ښوونځي، د شلو کلونو پرمختګ له منځه لاړ."

په دې مقاله کې د هاجرې په نوم د یوې ښځې کیسه راغلې چې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو دوې اوونۍ وروسته یې لور وزېږېده.

هاجره ۳۵ کلنه ده او له مخکې يې دوه زامن درلودل، خو له کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دې او مېړه یې دواړو دندې له لاسه ورکړې.

هاجرې اټلانټیک ته ویلي چې مخکې يې ښه ژوند درلود خو اوس هېڅ نه لري.

وروسته راغلي چې افغانستان یو ځل بیا د ښځو لپاره په نړۍ کې په تر ټولو بد ځای اووښتی دی.

له هغه وروسته چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واکمني تر لاسه کړه، د نجونو پر مخ یې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځي دروازې وتړلې او ښځو ته یې امر وکړ چې یو مشخص ډول حجاب به کوي او ګڼ ښځې يې له دندو لیرې کړې.

په دې مقاله کې راغلي چې ټول افغانان طالبانو ته سترګې په لار نه دي چې ښوونځي پرانېزي، ځینو په خپلو کورنو کې د نجونو لپاره پټ ښوونځي جوړ کړي دي.

د یوه پټ ښوونځي د ښوونکې له قوله ویل شوي چې دا په کابل کې په خپل کور کې شاوخوا ۸۰ نجونو ته زده کړې ورکوي.

د دې ښوونکې په اړه لیکل شوي چې د دې کار په بدل کې پیسې نه اخلي او که طالب چارواکي ورباندي خبر شي، دا به یا بندي کړي یا به هم وهل ورکړي.

ګلوب اینډ مېل:

ګلوب اینډ مېل خپرونې هم د افغان ښځو پر وضعیت یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې جنسي تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی."

په دې مقاله کې راغلي چې د ښځو پر وړاندې تهدیدونه یوه عامه خبره ګرځېدلې.

د بشري حقونو مدافعین وايي چې ښځې نور هغو ادارو ته لاسرسی نه لري چې مخکې به یې د دوی شکایتونه اورېدل.

دغې خپرونې له ښځو سره خبرې کړي چې ګواکي د طالبانو د تګلارې له کبله له جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

وروسته راغلي چې د ښځو لپاره یوازې د ګوتو په شمار پناه ځایونه پاته دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې طالبانو د ښځو د امن خونې لومړی لوټ او بیا وتړلې.

په ځينو مواردو کې د تاوتریخوالي قربانیانې بېرته اړې شوې چې خپلو هغو کورنیو ته ستنې شي چې له وېرې يې د امن خونو ته پناه وړې وه.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې جنسي تاوتریخوالی پراخ دی.

د ۲۰۲۱م کال یوې سروې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت کړې وه او په کې ویل شوي وو چې په کندهار ولایت کې ۴۰ فیصده ښځو جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی او په ټول هېواد کې ۶۰ فیصده ښځې پرته د دوی له رضا او خوښې واده شوې.

XS
SM
MD
LG