د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

سيف ده چلډرن: افغانستان کې د ماشومانو زده‌کړييز بهير د سقوط له ګواښ سره مخ دی


نيمروز کې د نجونو ښوونځی - ارشيف
نيمروز کې د نجونو ښوونځی - ارشيف

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سیف ده چلډرن، ویلي دي افغانستان د هغو سلو هېوادونو په سر کې دی چې د ماشومانو (نجونو او هلکانو ) د زده کړو بهیر يې د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

ځلا چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره په کور ناسته ده او ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

وايي هیله يې درلوده، چې په راتلونکې کې لوړې زده‌کړې او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

نوموړې وايي: "دا چې زه د دولسم ټولګي زده کوونکې یم، تر اوسه لا هیله لرم چې زموږ په وړاندې به د زده‌کړو دروازې خلاصې شي او خپلې پاتې زده کړې به وکم."

دا په داسې حال کې ده چې له یو کال د زیاتې مودې په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړې او په دې اړه د افغانانو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.

تازه د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سیف ده چلډرن ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغه هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې د زده کړو بهیر يې د له‌منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په کلني راپور کې ویل شوي، په افغانستان، سوډان، سومالیا او مالي کې د نږدې ۴۹ میلیونه ماشومانو ښوونیز بهیر د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

کوېډ ۱۹، شخړې، د اقلیم بدلونونه ، کډوالي او د زده‌کړو په برخه کې د ډيجټال وسایلو نشتوالی هغه لاملونه بلل شوي دي چې د ماشومانو د زده‌کړو بهیر يې له ننګونو سره مخ کړی دي.

د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې په کلني راپور کې د ارزول شویو هېوادونو په منځ کې افغانستان تر نورو زیات له ګواښ سره مخ دی چې په وینا یې د طالبانو له واکمنېدو سره د زده‌کړو بهیر لا نور هم په‌کې خرابه شوی او د ماشومانو په ځانګړې ډول د نجونو راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی.

ارشيف
ارشيف

د دې ادارې د رسنیو د برخې مسولې ساشا مییرز ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د ماشومانو د زده‌کړو بهیر يې د سقوط له ګواښ سره مخ دی، تېر کال افغانستان د دې هېوادونو په نوملړ کې څلورم و په دې معنا چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې د زده‌کړو بهیر بدتر شوی دی او د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ دی."

افغانستان د دغه ادارې د تېر کال د ارزونې له مخې د اتو هغو هېوادونو په ډله کې څلورم و چې د زده‌کړو بهیر يې د سقوط له ګواښ سره مخ و.

خو سږ کال دا شمېر څلورو ته راښکته شوی او افغانستان يې په سر کې دی.

که څه هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال د جګړو او نا امنیو له امله د زده‌کړو بهیر ټکنی و خو تېر یو کال چې طالبان پر افغانستان واکمن دي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د زده‌کړو د دروازو تړلو زیات شمېر نجونې له زده‌کړو بې برخې کړي دي.

که څه هم په کور دننه او بهر د طالبانو حکومت د نجونو د زده‌کړو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی خو تر دې دمه د دوی په دې اړه مثبت ګام نه‌دی اخیستی.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په وار وار ویلي، په دې اړه به د دوی مشرتابه پرېکړه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG