د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د ناامنیو زیاتېدو د کانکور ازموینو ځینې ګډونوال اندېښمن کړي


ارشیف: پکتیا کې د کانکور د ازموینې انځور
ارشیف: پکتیا کې د کانکور د ازموینې انځور

له ښوونځیو څخه یو شمېر فارغ شوي زده کونکي چې ټاکل شوې سږ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي وایي، د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي.

د ښوونځیو یو شمېر هغه فارغان چې غواړي سږ کال په کانکور ازموینو کې ګډون وکړي وايي، له ډار او اندېښنو سره به ازموینې ته ځي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وینا، د سږ کال کانکور ازموینه به د میزان میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ په ټول افغانستان کې پیل شي.

د ښونځیو دا فارغان وایي، چې د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي.

فرهاد چې سږنۍ کانکور ازموینې ته یې نوم لیکنه کړې وایي، د امنیتي ستونزو له امله د کانکور په ازموینه کې له ګډونه اندېښمن دي.

هغه وویل: "زه او اکثریت هغه کسان چې ټاکل شوې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړو، کله چې ګورو چې امنیتي وضعیت واقعاً خراب دی، نو په ازموینه کې د ګډون په اړه یو ډول وېره او وحشت لرو. په هغو امنیتي ځواکونو چې ټاکل شوې د دې ازموینې امنیت ونیسي، هېڅ ډول اعتبار او باور نه لرو."

د دولسم ټولګي یوه بله فارغه چې دې هم سږنۍ کانکور ازموینې ته نوم لیکنه کړې، خو د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، طالبان د نجونو د زده کړو مخالف دي او باور نه لري، چې د کانکور ازموینې امنیت ټینګ کړي.

هغه زیاتوي: "موږ فکر نه کوو چې طالبان دې دا کار وکړي چې د کانکور ازموینې پر مهال زموږ امنیت خوندي کړي، ځکه د طالبانو حکومت دا ثابته کړې چې د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالف دي."

که څه هم طالبانو په وار وار دا خبره رد کړې او ویلي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي، خو پر افغانستان یې بیاځلي تر واکمنېدو وروسته چې له کال زیاته موده پرې اوړي له شپږم ټولګی پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

په پوهنتونونو کې یې هم پر نجونو ځینې محدودیتونه لګولي، چې د بېلګې په ډول د هلکانو او نجونو د ټولګیو بېلولو او د نجونو د جامو ډول او رنګ یادونه کولای شو.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټګور د کانکور ازموینې د امنیت ډاډ ورکوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ټولو وطنوالو د امنیت خوندي کولو ته ژمن یو او زموږ امنیتي ځواکونو د وطنوالو امنیت ته متوجه دي. دوی دې ډاډه وي، چې په دې برخه کې به هیڅ ستونزه نه وی."

د امنیت په اړه د کانکور ازموینې د ګډونوالو اندېښنې داسې مهال ډېرې شوي چې تېره اونۍ د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز داسی مهال ځانمرګی برید وشو چې لسګونه زده کونکي، چې ډېری یې نجونې وې د کانکور په یوه ازمایښتي ازموینه کې ګډون کړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د راپور له مخې، د دې برید د وژل شویو شمیر ۵۳ او د ټپیان هم ۱۱۰ کسانو ته رسېدلی دی.

تر اوسه کوم کس او یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو حکومت هم د برید په اړه د خپلو څیړنو له پرمختګه رسنیو او خلکو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG