د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

په افغانستان کې د لږکيو لپاره څومره د زده کړو زمینه برابره ده؟


په افغانستان کې د جوګي زده کوونکو انځور. November 17 2020
په افغانستان کې د جوګي زده کوونکو انځور. November 17 2020

د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې چې په رسمي ژبو، پښتو او دري هم په بشپړ ډول د زده کړو زمینه نه ده برابره، نو لږکي به څومره وکولی شي چې په خپلې مورنۍ ژبې لیکل او لوستل وکړي؟

ګل احمد، د بدخشان ولایت په یوې لرې پرتې سیمه کې ژوند کوي.

دی وېره لرې چې یوه ورځ به یې مورنۍ ژبه چې شغناني ده، له منځه لاړه شي.

هغه وویل: "اندیښنه دا ده چې که پاملرنه ورته و نه شي دا ژبه به له منځه لاړه شي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځیو کې درسي کتابونه په دې ژبه چاپ او تر دولسمه تدریس شي ترڅو د دې ژبې د ورکېدو مخه ونیول شي."

د هېواد په بله څنډه کاپیسا ولایت کې، هغه لږکي ژوند کوي چې د لرغوني اریانا اصلي قوم پورې اړه اري، پشه يي لږکي.

۳۵ کلن عبدالمجید، د کاپیسا ولایت کوبند ولسوالۍ خم کلي کې دوکاندار دي.

دی وايي، مورنۍ ژبه یې پشه یي ده خو دی نه شي کولی په دې ژبې لیکل او لوستل وکړي.

هغه زياتوي: "دا ستونزه موږ پشه یي ژبه کې لرو، څوک نه ول ترڅو موږ ته درس راکړي، موږ پوه کړي چې دا ژبه څه ډول ده، چیرته چې خبرې کوو، په پښتو یا دري وي، زموږ ستونزه ډېره ده، موږ نه شو کولی په سمه توګه په پشه یي ژبې خبرې وکړو."

خو د پوهنې وزارت وایي، په مورنۍ ژبه زده کړه د هر افغان حق دی.

پوهنې وزارت
پوهنې وزارت

د دې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، د پوهنې وزارت په دې برخه کې کار کړی، څو د لږکیو او دریمې ژبې کتابونه چاپ او توزيع کړي.

د نوموړې په خبره دې لړۍ ته به دوام ورکړي.

هغه وايي: "په دې برخه کې چې کومې شمېرې شته ښیې چې، څه د پاسه ۷۲ زره جلده درسي کتابونه په اوزبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني، شغناني، واخاني، بلوچي او ګجري ژبو په بدخشان، بلخ، جوزجان، سمنګان، کونړ، لغمان، نورستان، ننګرهار او نیمروز کې توزیع شوې دي.

اغلې، ارین زیاته کړه، چې د هېواد د دریمو ژبو لپاره دڅه د پاسه ۹۰۰ زره ټوکه کتابونو د چاپولو تړون لاسلیک شوی چې د چاپ چاري به یې په ۱۴۰۰ ښوونیز کال کې بشپړې شي.

که څه هم افغانستان کې، نږدې یوولس کاله کېږي چې ښوونځیو کې په دري او پښتو ژبو د زده کړو بهیر بيل شوی خو لا هم په پښتو ټولګیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه پر ځای ده.

د کابل ښار د يو دولتي ښوونځي ښوونکې زرغونه وايي، پښتو ټولکيو ته د دري ژبو ښوونکو له خوا تدريس د د لامل کېږي چې زده کوونکي څه زده نه کړي.

هغه زياتوي: "پښتو ټولګي شته خو یو، یو ټولګی دی، ځکه ستونزه لري، پښتو ټولګیو ته څوک نه حاضرېږي چې درس ورکړي، په پښتو ژبه د لوستو ښوونکو کمی دی. ان پښتنو ښوونکو ته هم ستونزمنه ده، دوی زده کړې په دري ژبه کړې نو ځکه پښتو ټولګي ډېرى بې برخلیکه پاتې کېږي."

خو د پوهنې وزارت بیا د پښتو ټولګیو او ښوونکو د کمښت ستونزه ردوي.

و موغوښتل په هېواد کې د پښتو او دري ټولګیو او ښوونکو شمېر په ډاګه کړو خو د پوهنې وزارت په وینا په دې برخو کې لا هم کره شمېرې نه شته.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان وايي، اوس مهال د بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب او د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتونونو کې د دري او پښتو ژبې ترڅنګ په اوزبکي ژبې تدریس کېږي.

د ده په خبره وزارت په پام کې لري چې په نورو ژبو هم د زده کړو زمینه برابره شي.

حنیف فرزان
حنیف فرزان

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې په اړه د يو محصلانو له خوا انتقادونه مطرح شوي چې ان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د افغانستان په ملي ژبو پښتو او دري هم د تدريس په برخه کې ستونزې موجودې دي او په مورنۍ ژبه د زده کړو شرايط نه دي برابر.

د افغانستان د علومواکاډمۍ وايي، د څېړنو او موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۵۵ قومونه ژوند کوي.

د دې اکاډمۍ، د ادبیاتو او د ژبې مرکز علمي غړې عاطفه نورستانۍ وايي، چې افغانستان کې تاجک، پښتون، ترکمن، هزاره، ایماق، بلوچ، نورستاني، پشه یي، ګواري، ګجري، پراچي، قرغز، مغل، قزلباش، تراهوي، جوګي، تیرایي، موري، جټ، قبچاق، قزاق او یو شمېر نور قومونه په ویشلي ډول ژوند کوي او ځیني یې د خبرو لپاره ځانګړي ژبې لري.

هغه وویل: "په احتمالي توګه ډېرې داسې ژبې دي چې د غرقېدو په حال کې دي، لکه هورموري، تیرایي ژبې لرو او ما اورېدلي چې په یوې پامیري ژبې هم اوس خبرې نه کېږي، له بده مرغه که د نورو ژبو متنونه ثبت نه شي او الف با ورته جوړه نشي دا ژبې به له منځه لاړې شي.

که څه هم اغلې نورستانۍ وايي، په افغانستان کې د ژبو د شمېر په اړه دقیقه څیړنه نه ده شوې خو زیاته یې کړه، چې په احتمالي ډول په دغه هيواد کې څه د پاسه ۳۰ کوچنۍ او لویې ژبې موجودې دي.

په افغانستان کې د لږکیو لوړ شمېر ژبو ته په کتو که په يادو ژبو د زده کړو زمینه برابره نه شي څه ستونزې را پیدا کوی شي؟

د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي مشره راحله حميدزي وايي: "ویونکوي یې کم شوي، که زده کړه ور نه کړل شي او دا لهجې او ژبې ثبت نه شي، ورو ورو خپل ویونکي له لاسه ورکوي، په ښوونځیو کې د ډېرو مضمونوو ترڅنګ لږ تر لږه د د ې ژبو د الفبا درس باید ورکړل شي."

د ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي او فرهنګي سازمان يونيسکو د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ نړیوالې ژبې په نامه نومولې ده، دا ورځ د يونيسکو لخوا په ۱۹۹۹ کال د دغه سازمان په عمومي ناسته کې د بېلابېلو ژبو او فرهنګونو سره د مرستې په موخه نومول شوې ده.

ژبې پیژندونکي باور لري چې، هرې ژبې ته د هغې د ویونکو شمېرته په کتو پاملرنه کېږي، د دوی په باور که څه هم افغانستان کې ډېر ژبني لږکي شته خو څو لسیزو جګړې د دې ژبو د زده کړو بهیر ستونزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG