د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

په مورنۍ ژبه د زده‌کړې په برخه کې ستونزې او اړتیاوې!


د فبرورۍ ۲۱مه په مورنۍ ژبې د زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

که څه هم د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶مه او ۴۳مه ماده کې د دغه هېواد د اتباعو لپاره په مورنۍ ژبه د زده‌کړې د حق په اړه ویل شوي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، لا هم په دې برخه کې ستونزې موجودې دي.

د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال ابراهیم شینواري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې غوښتنو ته په پام سره اقدام شوی، خو په یو شمېر ولایتونو کې لا هم ماشومان په مورنۍ ژبه د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

نوموړی وايي:

"عملاً په افغانستان کې ځیني مشکلات شته، په ځینو سیمو کې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده‌کړې مساعدې نه‌دي، په تېرو څو کلونو کې په کابل کې یو څه پرمختګ شوی، پښتو ژبو زده‌کوونکو ته په خپله ژبه د زده‌کړو امکانات برابر شوي، خو په کندز، بغلان، مزار شریف، هرات او نورو ولایتونو کې د پښتو ژبې ماشومان او د درېیمو ژبو په اړه چې په پالېسي کې کوم وضاحت شته دغه ماشومان له خپل دې حقه نه‌دي برخه‌مند شوي."

ښاغلی شینواری وايي، په مورنۍ ژبه د زده‌کړې امکانات برابرول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې دي او هڅه کوي په کومو سیمو کې چې اړتیا لیدل کېږي په درېيمو ژبو هم د زده‌کړې امکانات برابر کړي.

د فبرورۍ ۲۱مه هر کال په مورنۍ ژبه د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په نړۍ کې لويې ژبې له ستونزو سره نه‌دي مخامخ، خو ځينو ژبو ته پام نه‌کېږي.

له همدې امله د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې يونېسکو د دغو ژبو د ژوندي ساتلو لپاره یاده نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومولې ده.

په افغانستان کې هم هر کال دغه ورځ لماځل کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون ۱۶مه او ۴۳مه ماده په‌دې برخه کې وضاحت لري.

  • په ۱۶مه ماده کې راغلي

د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه‌اي، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.

په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه‌اي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه درېیمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول‌يې د قانون له لارې تنظيمېږي.

دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزناک پروګرامونه طرح او تطبيقوي.

  • په ۴۳مه ماده کې راغلي

زده‎كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لېسانس تر درجې پورې وړيا د دولت له‌خوا تأمينېږي.

دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده‌كړو د تأمين لپاره اغېزناک پروګرام طرح او تطبيق كړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.

د چارو پوه نعیم افضلي ټینګار کوي چې د افغانستان د پوهنې وزارت باید په‌دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

خو دا یوازې په پوهنې وزارت پورې اړوند ستونزه نه‌ده.

د چارو بل پوه او په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد مجیب لحاظ وايي چې افغان محصلان هم له ورته ستونزې سره مخ دي او د ولسمشر د هدایت سره سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په‌دې برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد مجیب لحاظ
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد مجیب لحاظ

نوموړی وايي:

"لویه ستونزه ده، تر اوسه ورته هېڅ کار نه‌دی شوی، سره له دې چې د هېواد ولسمشر په‌دې اړه د لوړو زده‌کړو وزارت ته هدایت ورکړی، خو هغوی کار نه‌دی کړی، که دا موضوع همداسې روانه وي اثرات‌یې وروسته راڅرګندېږي، خصوصاً د ښې حکومتوالۍ په برخه کې، که محصلینو ته په خپله ژبه د زده‌کړو امکانات برابر نه‌شي، دوی لازمه نتیجه نه‌شي ترلاسه کولای او دا د دې لامل ګرځي چې په حکومت او ادارو کې کار ونه‌شي کولای."

ښاغلی لحاظ ان په خصوصي پوهنتونونو کې هم په مورنۍ ژبه د زده‌کړې پر موضوع ټینګار کوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG