د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

اروپايي ټولنه: افغانستان به تل د نړۍ د پاملرنې مرکز نه‌وي


د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، افغانستان ډېر کم وخت لري او که ترې ګټه وانه خلي، کېدای شي فرصت له لاسه ورکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د دې هېواد لپاره د نړیوالو اوسنی تحمل یو فرصت بولي او په خبره یې، که ترې استفاده ونه شي، ډېر وخت به دوام ونه کړي.

اروپايي ټولنې پرون په خپله رسمي وېبپاڼه د ښاغلي نیکلاسن له قوله لیکلي، سمه ده چې افغانستان د اسیا زړه ‌دی، خو تل به د نړۍ د توجه مرکز نه‌وي.

اروپايي ټولنې پرون د نیکلاسن د سفر جزییات او هغه څرګندونې خپرې کړي چې په کابل کې یې خبریالانو ته کړي.

په افغانستان کې بشري وضعیت، بشري حقوق، د ټول شموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه، هغه بنسټیز ټکي دي چې د اروپايي ټولنې دې لوړ پوړي ډيپلوماټ له افغانستانه د خپل اووه ورځني سفر په پای کې پرې تبصره کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

توماس نیکلاسن وايي، طالبان باید نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي، ښوونځي پرانېزي او د لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې بشري وضعیت هم نازک بللی او زیاتوي، یوازې بشري مرستې اړتیاوې نه پوره کوي او تر خوا یې دا مرستې کافي هم نه‌دي.

نیکلاسن په دې برخه کې په طالب مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونو ته اشاره کړې، چې افغانستان ته یې د نقدو پیسو لېږد ستونزمن کړی.

له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټول شموله حکومت جوړول دوه نورې مهمې غوښتنې دي چې اروپايی ټولنه یې له طالبانو لري.

خو توماس نیکلاسن نیوکه کوي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له‌خوا د شوې ژمنې ماتېدل ښيي.

ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

دی زیاتوي، د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو د بریدونو مخنیوی، نه یوازې دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې برخه ده، بلکې له نړیوالې ټولنې سره هم شوی تعهد دی چې باید عملي شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی له طالبانو دا هم غواړي چې اجازه ورکړي، څو یوه همه ټول شموله حکومت جوړ شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تېر په پرتله حالت ښه شوی دی او دوی ورځ تر بلې د ستونزو په حل کار کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وايي: "ټول هغه کارونه شوي چې موږ ورته اړتیا لرو. په سیاسي برخه کې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره هم زموږ اړیکې ښه دي. متاسفانه ځینې هېوادونه د خپلو هدفونو په اړه ځینې غوښتنې لري. زموږ دریځ روښانه دی، که چېرې له افغانستان سره څوک د مستقل هېواد په توګه تعامل غواړي، موږ دې ته اماده یوو."

خو مجاهد دا و نه ویل چې کوم هېوادونه، له دوی څه ډول غوښتنې لري.

نوموړى داسې مهال له ډېرو هېوادونو سره د دوى د ښو اړیکو یادونه کوي چې له کال د زیات وخت په تېرېدو سره لا هم د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د دې ترڅنګ، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی دا خبرداری هم ورکوي، چې سمه ده صبر ته اړتیا ده، خو په خبره يې اوسني چارواکي باید پوه شي چې وخت کم دی او د فرصتونو دروازې مخ په بندېدو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG