د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

توماس نيکلاسن: افغانستان کې بشري وضعيت مخ په خرابېدو دی


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په دغه هېواد کې پر خرابېدونکي بشري وضعیت او له زده‌کړو، کار او سیاسي او ټولنیز ژونده د ښځو پر محرومېدو اندېښنه ښودلې ده.

توماس نیکلاسن د هزاره ټبرو او نورو اقلیتونو د حقونو د نه تامین او د بیان پر ازادۍ د "شدیدو محدودیتونو" یادونه هم کړې ده.

نیکلاسن دغه څرګندونې پرون (یکشنبه) کابل ته له یوې اوونۍ سفر وروسته په یو لړ ټویټونو کې کړي دي.

هغه لیکلي، کابل ته یې د سفر پر مهال د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له استازو او دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو، پوهنې، عدلیې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له سرپرستانو سره لیده کاته کړي دي.

نیکلاسن د خپل سفر پر مهال له کابل نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبانو له نړیوالو او افغانانو سره کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

نوموړي ويلي: "طالبانو واک په داسې ډول ترلاسه کړ چې غوښته یې، هغوی د بېلګې په ډول له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ په ضد د مبارزې، د بشري حقونو د درناوي او د ملګرو ملتونو تر منشور لاندې د مسؤلیتونو د منلو ژمنې نه‌دي عملي کړي."

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی توماس نیکلاسن

نیکلاسن افغانستان کې د سخت ژمي خبرداری هم ورکړی او پر چین، روسیې او دغه راز اسلامي همکاریو سازمان باندې یې غږ کړی چې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د امریکا، برېتانیا او اروپایي ټولنې لاره تعقیب کړي.

افغانستان کې د راتلونکي ژمي په اړه اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې همدا اوس هم د ملګرو ملتونو له موندنو سره سم د افغانستان له ۹۵ تر ۹۷ فیصدو پورې خلک د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ازادي راډیو پيغام ثبتونکي ماشین ته هم هره ورځ لسګونه کسان د ناوړه اقتصادي وضعیت یادونه کوي.

ملګرو ملتونو د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد د پام وړ سقوط کړی او ناخالصه عوایدو یې پنځه میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر بشري وضعیت سربېره د دغه هېواد امنیتي وضعیت هم د ډاډ وړ نه‌دی بللی.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

نیکلاسن د افغانستان له اوسنیو چارواکو دا هم غوښتي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته باید د ترهګریز ګواښ مخه ونیول شي.

اروپایي ټولنې ویلي، که څه هم د خپلو معیارونو له مخې طالبان په رسمیت نه‌پیژني، خو تعامل ته ژمن دي، ځکه د دوی په باور دا کار د دروازو له تړلو غوره دی.

د اروپایي ټولنې دغه ډيپلومات ویلي، دوی په نړیوال ډګر کې هم د افغانستان خوندیتوب ته ژمن دي او په خبره یې له نړیوالو به وغواړي چې وخت کم دی او باید اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG