د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ملګري ملتونه: يوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نه‌شي حلولی


افغانانو سره د مرستو يو انځور - ارشيف
افغانانو سره د مرستو يو انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د پراختیایي پروګرام د یو نوي راپور له مخې افغانستان له لوی او مخ په ځوړ اقتصادي حالت سره مخ دی چې یوازې بشري مرستې یې ستونزې نه‌شي حلولی.

افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ د ډېری افغانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.

يوه افغانه مدافع وکيله چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي راپور کې يې نوم خپور شي او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده وایي، له تېرو څلورو کلنو راهیسې د افغانستان د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د مدافع وکیلانو د ټولنې غړې وه او په دې برخه کې یې فعالیت کاوه.

دا اغلې زیاتوي، اوس چې وزګار ده له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده.

"له بده مرغه موږ ته اوس د کار کولو اجازه نه‌شته"

نوموړې وايي: "زه تقریبا ۴ کلونه کېږي چې په عدلي او قضایي برخه کې کار کوم، له بده مرغه موږ ته اوس د کار کولو اجازه نه‌شته، موږ زیاته هڅه وکړه چې د عدلیې وزارت یا سترې محکمې سره خبرې وکړو چې موږ ته بېرته په خپل مسلک د کار اجازه راکړي خو دوی اجازه نه‌کوي، قاضیان خو ټول هم نارینه او هم ښځینه منفک دي څارنوالان او مدافع وکیلان هم پر کورونو ناست دي، هلته چې د ښځینه وو قضیې دي چې باید ښځینه وکیلانې یې مخ ته یوسي، خو موږ ته یې اجازه را نه‌کړه چې کار وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان پراختیایي پروګرام (UNDP) د یو تازه راپور په خپرېدو د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، د دغه هېواد مخ په ځوړ اقتصادي حالت او ستونزې یې یوازې په بشري مرستو نه‌شي حلېدلی.

ارشيف
ارشيف

(یو.اېن. ډي.پي) په دې راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۵مه یې خپور کړی ویلي، له تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له نیمایي له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي تر ۷۰۰ زره دندې له منځه تللي چې ۸۲ سلنه یې یوازې د پوهنې وزارت ښځینه کارکوونکو دندې دي.

دغې نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته په تېرو دولس میاشتو کې د عامو خلکو د ژوند هغه اسانتیاوې له منځه تللي چې په تېرو لسو کلونو کې د برابرولو لپاره یې کار شوی وه او ۵ میلیارد امریکایي ډالر یې زیان کړی دی، د خوراکي توکو بیې چې د لوږې څخه د ژغورنې حد اقل کالوري یې برابروله، ۳۵ سلنه لوړې شوي، د وړو پورونو سکټور نږدې له مینځه تللی، چې بې‌وزله او ښځینه پور اخیستونکي یې سختې زیانمنې کړي."

د يادې ادارې معلومات ښیي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې او جدي کچې سره مخ دي، چې په تېرو دریو کلونو په پرتله دوه برابره لوړه ده.

افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې.
افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي اداره داسې مهال دا راپور خپروي چې تر دې وړاندې هم د همدغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي و، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان د بې‌وزلۍ او لوږې تر کرښې لاندې ژوندي کوي.

ازادي راډیو سره هم وخت په وخت ډېری عام افغانان د خپل ژوند د سختیو او بې‌کارۍ له امله د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایتونه شریک کړي دي.

د یادونې ده، له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول،د تېر حکومت اکثریته کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، د بې‌کاریو له امله خلک له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او په ماشومانو کې شدیده خوارځواکي هم رامنځته شوه، هغه څه چې د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام هم په خپل راپور کې ورته اشاره کړې ده.

هڅه مو وکړه د ملګرو ملتونو سازمان د دغې ادارې د خپور شوي راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

وړاندې د نور طالب چارواکو په ګډون ښاغلي مجاهد هم په ځلونو له نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ د حل لپاره د بشري مرستو غوښتنې کړې دي.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ښځې یې له کار کولو په ځانګړې توګه له دولتي ادارو لرې کړي او له شپږمو ټولګیو پورته یې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي - هغه څه چې د اکثرو عامو افغانانو په باور په ټولنه کې یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي دي - ځکه نړیوالو پر طالبانو د همدې محدودیتونو له امله خپل مرستې بندې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG