د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ټولو نجونوپرمخ ښوونځي بېرته پرانېزي.

نن د اکټوبر یولسمه د ماشومو نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې دغه ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په یولسمه په نړۍ کې ونمانځل شوه.

دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې له نجونو ملاتړ زیات شي او هم د جنسیتي ناانډولۍ په اړه چې نجونې د خپل جنسیت په خاطر په نړیواله کچه ورسره مخامخ دي، عامه پوهاوی زیات شي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له نجونو سره د جنسیت له مخې تر ډېره توپیري چلند کېږي.

د هلکانو په نسبت د تعلیم په برخه کې د نجونو زده کړې ته ډېر پام نه کېږي، نجونې له سمې تغذیې، قانوني حقونو، روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې دي او له تبعیض او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي خوندي نه دي.

ماشومې نجونې دغه راز تر ډېره په ماشومتوب په زوره ودولو ته اړې کېږي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه راګرځول شوي، دې مسئلې هم ډېرې ماشومې نجونې د خپلې راتلونکې په اړه ناهیلې کړي دي.

په فراه کې د نجونو پرمخ یو تړل شوی ښوونځی
په فراه کې د نجونو پرمخ یو تړل شوی ښوونځی

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې په میلیونونه ماشومې نجونې له زده کړو محرومې دي، خو هغوی چې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې، د درسي کتابونو په ګډون له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

مریم چې د غزني د اندړو ولسوالۍ په سردې کلي کې څو اونۍ مخکې لومړنی ټولګی پیل کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

ګوټرش د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټوېټر لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی.

ګوټرش ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن هم له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي، د زده‌ کړو او کار اجازه ورکړي او د ترهګرۍ د ځپلو ژمنې عملي کړي.

اروپايي ټولنې پرون په خپله رسمي وېبپاڼه د توماس نیکلاسن له قوله لیکلي چې ویلي دي، افغانستان ډېر کم وخت لري او که ګټه ترې وا نه خلي نو فرصتونه یې له لاسه ووځي.

د هغه په خبره سمه ده چې افغانستان د اسیا زړه ‌دی خو تل به د نړۍ د توجه مرکز نه‌ وي.

د طالبانو حکومت وایي، د نجونو د زده کړي مخالف نه دي، خو په دې برخه کې د یوه طرزالعمل د جوړولو په ګډون پر ځینو مسایلو کار کوي چې په نتیجه کې به یې نجونې وکولای شي چې د شریعت مطابق زده کړې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG