د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د ماشومو نجونو نړیواله ورځ؛ حمیده: ښوونځي ته په تګ مې کورنۍ وږې پاتې کېږي


ارشیف: یوه افغانه ماشومه د کار پرمهال
ارشیف: یوه افغانه ماشومه د کار پرمهال

نن د اکټوبر ۱۱ مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګري ملتونه هر کال دا ورځ نمانځي.

د دې ورځې د ټاکلو هدف نجونو ماشومانو تعلیم ته پاملرنه او وده ښودل شوې ده.

د افغانستان په سویل ختیځ غزني کې نهه کلنه حمیده د مور او پلار مشره لور او د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده.

د هغې لاسونه د بوټونو په رنګ تور شوي، ښوونځی يې پریښی او د سړک په څنډه له سهاره تر ماښام بوټان رنګوي.

نوموړې لا ماشومه ده، خو د ژوند چارو دومره سترې کړی چې ژاړي او خپله کیسه کوي.

حمیده وايي: "د ورځې پنځوس یا سل روپۍ پیدا کوم. که سل روپۍ پیدا کړم پنځوس يې د خوړو لپاره راخلو او پنځوس يې د کرایې ور کړې ته ساتو. موږ کاریګر نه لرو ټول ورونه مې له مانه واړه دي."

هغه له حکومته فقط فقط ارامه ژوند غواړي، خو ښوونځي ته د تګ په اړه وايي: "کاکا جانه که زه ښوونځي ته لاړ شم مور او پلار به مې څه وخوري ورونه به مې څه وخوري د کو کرایه به څنګه کوو."

دا یوازې حمیده نه ده چې د کورنۍ د سرپرستۍ د درانه پیټي وړلو ترې د ماشومتوب خواږه خوبونو اخیستي.

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

د حمیدې په څنګ کې ناسته ۶ کلنه ملالۍ هم بوټان رنګوي او مجبوره ده د کور د لګښونو پوره کولو لپاره پیسې وګټي.

هغه وايي: "دا د بوټونو رنګ دی. بوټان رنګوم او پیسې يې بیا مور ته ورکوم."

د ماشومانو ستونزې او د پیسو ګټل يې یوازې د بوټانو په رنګولو نه دې ور ټولې.

د غزني په ګاونډ ارزګان کې د لاسي کراچۍ تر شا یو څوارلس کلن ماشوم ولاړ دی.

هغه چې خپل نوم شمس الدین ښيي په دې واړه عمر کې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ د سرپرستۍ مسوولیت ور تر غاړې دی، نو ځکه يې زده کړې پریښې او کار ته يې مخه کړې ده.

هغه وايي، د کورنۍ مشران يې په جګړه کې له لاسه ورکړل.

نوموړی زیاتوي: "نور مشران نه لرو.کوچنیان راپسې دي. بله خواري نه شته سل دوه سوه زموږ ګټه ده. سهار راشو ماسختن ځو. دلته ټوله ورځ په مارکېټ کې لمر ته ګرځو او رېړه ګرځوو."

په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د نورو سیمو پرتله په سویل کې د جګړې میدان ډېر تود و، نو ځکه دلته د کورنیو مشران وژل شوي او اوس يې ماشومانو ته د کورنیو د سرپرستۍ مسوولیت ور پاتې دی.

دیارلس کلن محمد معصم یو له هغو دی چې پلار او مشر ورور يې جګړې ځینې واخیستل او دی مجبور شو چې زده کړې پرېږدي او کار وکړي.

نوموړي وویل: "ډېره راته سخته ده، زړه مې اوبه کوي ځکه زموږ ښار ډېر وړکی دی او حکومت مو رېړې نه پرېږدي. کاربار هم نه شته غوښتنه کوم چې حکومت دې زموږ کار ته یو سم ځای وټاکي څو هلته کار وکړو او اعیال ته مو نفقه برابره کړو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د روان کال په اګست میاشت کې په یو راپور کې د افغانو ماشومانو وضعیت بد ښودلې و.

دغې ادارې ویلې وو د افغانستان څه باندې ۲۵ میلیونه وګړي د لوږې سره مخ دي چې څه باندې ۱۳ میلیونه يې ماشومان دي.

د هېواد په شمال بغلان کې ۱۲ کلن عثمان چې ښوونځي ته نه ځي او ټوله ورځ په بازار کې او سړکونو کې کباړ ټولوي وايي، ډېر کله د شپې له لوږه ویده کېږي.

عثمان وویل: "د غرمې له خوا خو بیخي مړۍ نه خورو که سهار مو وخوړه بیا غرمې ته څه نه وي. ماښام يې خورو خو کله کله هېڅ نه وي همداسي ویده کېږو. د خوارک لپاره هېڅ نه وي."

قسمت الله په بازار او سړکونو کې د کباړ په ټولو کې د عثمان ملګری دی.

هغه هم ښوونځي نه ځي او له دې لارې پیسې ګټي او دی وايي، که د ورځې مو کار وشي خو خوړو لپاره څه کور ته وړي کنه شپه په نهاره ویده کېږي.

نوموړي وویل: "ولا له دې کار نه خو مې زړه تک تور شوی دی شین شوی دی، خو مجبوره یم دا کار وکړم ځکه بل کار څوک نه راکوي ډېر وخت داسې کېږي که موږ کار ونه کړو خوړو ته څه نه لرو بس همداسې ویده کېږو."

کندز کې د یوه جومات دننه د بم چاودنې له امله لسګونه کسان ووژل شوی چې په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. October 9, 2021
کندز کې د یوه جومات دننه د بم چاودنې له امله لسګونه کسان ووژل شوی چې په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. October 9, 2021

د بغلان په ګاونډ کندز کې د لس کلن جاوېد پلار هم ترې جګړې اخیستی.

هغه اوس د کندز په بازار کې پلاستیکونه خرڅوي وايي، ښوونځي ته د تګ ډېر شوق لري خو د ۶ کسیزې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت ور تر غاړې دی او باید کار وکړي.

جاوېد وايي: "څه نه شته چې مکتب ته لاړ شم که چېرته مو کور کې څه درلودل نو زه خامخا مکتب ته تللم."

۶ کلن عبدالهادي بیا په همدې بازار کې لارویو او تېرېدونکو موټرو ته د سپیلنیو دود کوي.

واړه لاسونه يې په سکرو تور او دود وهلي دي.

هغه له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: "دولت ته مې دا پیغام ده چې له موږ سره مرسته وکړي. په کور کې مو هېڅ نه شته. غریبي ده مکتب هم راځینې پاتې دی."

۷ کلن بینامین بیا له خپله پلاره ګیله من دی او وايي، پلار يي ایران ته لاړ او هلته يې بل واده وکړ، د کورنۍ مسوولیت يې ورته پرېښوده او د زده کړو وخت یې پرې خراب کړ.

هغه وايي: "زه د ښوونځي او درس ویلو په ځای دلته په بازار کې بوټان رنګوم. پلار مې ایران ته لاړو هلته يې ښځه کړې ده؛ زما د زده کړو وخت دی زه باید بوټان رنګ نه کړم باید درس ووایم. "

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، ګڼ کاروبارونه په ټپه ودرېدل، سوداګري کمه شوه، ځینې خلک چې پخوا یې په دولتي یا غیردولتي بنسټونو کې کارونه کول، بېکاره شول.

همدارنګه په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو کنګلېدو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو په افغانستان کې بې وزلي نوره هم پراخه کړه.

د بې وزلۍ زیاتېدو هغه ماشومان چې وړاندې ښوونځیو ته تلل اړه کړل چې د درس ویلو په ځای کار وکړي څو د کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

۱۲ کلن میوند په چارېکار ښار کې په یوي لاسي کراچۍ کې ترکاري خرڅوي وايي، په تېر نظام کې ښوونځي ته تللو او په ټولګې کې د لایقه شاګردانو له ډلې وه، خو اوس د دې لپاره چې پلاره سره مرسته وکړي ښوونځی يې پریښی او کار کوي.

نوموړی وايي: "لاس ګاډی لرم او هر ورځ هغه څه چې ارزانه وي لکه رومیان یا نوره ترکاري اخلم او دلته يې خرڅوم. مخکې مې پلار کار کولو او زه ښوونځي کې وم. ب ګروپ کې وم."

په همدې ښار کې ۹ کلن بشیر چې په دویم تولګې کې وه او اوس ښوونځي ته نه ځي وايي: "زه دغه پلاستیکونه د سوځولو لپاره راټولوم چې کور ورباندې ډوډی پخه کړو. سږ کال ما ونه شو کولای چې ښوونځي ته لاړ شم ځکه کار مې کولو په کورنۍ کې ۴ تنه یو او پلار مې موچي دی."

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د ټولو ماشومانو نه ۱۵ سلنه يې سخت یا شاقه کارونه کوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د پنځو کلونو ښکته یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي او څه باندې ۱۳ میلیونه ماشومان د ولږې سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG