د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د مور ملي ورځ؛ افغانان دا ورځ څرنګه نمانځي؟


په هرات کې يوه افغانه مور له خپلو بچيانو سره. September 22, 2013
په هرات کې يوه افغانه مور له خپلو بچيانو سره. September 22, 2013

نن د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه نېټه په افغانستان کې د مور له ملي ورځې سره برابره ده.

په ورته وخت کې دا ورځ د افغانستان د مشهور سندرغاړي احمد ظاهر د زوکړې ورځ هم ده.

عایشه هغه څوک چې نن مور شوه.

هغه وايي: "نن د مور ورځ ده او زه په لومړي ځل مور شوم، خدای راته لور راکړې، خوشحاله یم، د خوښۍ احساس کوم، له خدایه غواړم چې د ښه مورتوب توانايي راکړي او وکولای شم ورته ښه مور ثابته شم."

يو متل دی چې وايي، غم او خوشحالي خور او ورور دي.

که عایشه نن مور شوه، د کابل اوسېدونکي افغان ممثل محمد اسحق پاينده بیا نن د خپلې مور جنازې ته اوږه ورکړه او خاورو ته یې وسپارله.

هغه وویل:" نن د مور ورځ ده او زه خپله مور په خپلو اوږو پورته کوم او خاورته یې سپارم، نو ما لپاره ډېر لوی درد او غم دی، د زغم وړ نه ده، خو الله دې صبر راکړي."

که عایشه نن مور شوې او محمد اسحق خپله مور خاورو ته سپارلې، بیا ډېرى داسې کسان شته چې سږ کال دا ورځ له خپلو میندو لرې په نورو هېوادونو کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي او دا ورځ یې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې نمانځلې او خپلو میندو ته یې مبارکي وايي.

نبیله د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه وويل: "سږ کال لومړی کال دی، چې خپلې مور نه مسافره یم، نو خپله مور مې ډېره یادېږي، بې حده او بې اندازې ورپسې خپه یمه، خپلې مور ته مبارکي وایم، له لرې یې لاسونه ور مچومه."

په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ميلیونونو افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول.

د طالبانو غړي
د طالبانو غړي

په دغه هېواد کې دننه، د میندو يا په ټوله کې د ښځو ژوند له محدودیتونو سره مخ دی، او د سبا میندې چې د نن پېغلې او ماشومانې دي د دوی په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې هم تړل شوي.

د جوزا ۲۴مه د افغانستان د مشهور هنرمند احمد ظاهر د زوکړې او مړینې له ورځې سره هم برابره ده.

احمد ظاهر
احمد ظاهر

هغه چې، نه یوازې افغانان بلکې بهرنیان یې هم د غږ مینه وال دي.

د احمد ظاهر له مرګ لسیزې اوړي خو په خپلو تل یادو سندرو د خپل هنر د خوښونکو په زړه کې ژوندی دی.

XS
SM
MD
LG