په افغانستان کې له سیاسي بدلون را وروسته چې کومې کورنۍ له یو بله جلا شوي، اختر څنګه لمانځي؟
له کورنۍ لیرې په کډوالۍ کې خپل لومړی اختر.
خدیجه په اوښکو او ډک ستونD د هغو ورځو کیسه کوي، کله چې له کورنۍ سره یو ځای وه.
دا وایي، اختر ورته خوشالي نه ده راوړې.
نوموړې وايي:
"نن می حال ډېر بد دی، ځکه په ژوند کې لومړی ځل دی چې مسافره یم، ما پخوا کله مسافري نه وه کړې. مور مې سهار راته ټليفون وکړ او وې ژړل، زه او وروڼه مې ټول مسافر شوو. دا موږ ته اختر نه دی، نن مې څو ځلې ژړلي او ټلیفون مې قطع کړی، څو پوه نه شي چې زه ژاړم."
وايي، تېر یې په زړه وریږي او هغه کلونه چې په اخترونو کې به د کورنۍ ترڅنګ وه او اختریزي مېوې به یې په خپل لاس مېلمنو ته ترتیبولې.
خديجه وايي: "ما مې مور ته داسې وښوده چې ګوندي ما اختر لمانځلی، خو زموږ خوښۍ راڅخه واخیستل شوې، ښې ورځې راڅخه واخیستل شوې، هر کال به مې له مور جانې سره تیاري نیوله، خرید به مو کاوه. "
د ښځو د حقونه فعاله خدیجه له هغو لسګونو کسانو یوه ده، چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره یې کډوالۍ ته مخه کړه او د ستونزو په ګاللو سره اسپانیې ته لاړه.
هغې وويل: "ډیرې سختې ورځې مې ولیدې، دا چې طالبانو دفتر ته د تلو اجازه رانکړه، دا اته میاشتې کیږي چې اسپانیا کې یم، د کډوالۍ ورځې ډیرې سختې دي خپل ټول شته مې په کابل کې پرېښودل او اوس مجبوره یم چې هر څه له صفره پیل کړم، چې دا ټول ستونزمن دي. ډېره راباندې سخته تېره شوه کله چې وکیل راته وویل له افغانستان پرته هر ځای ته تللی شي. خپل وطن ته تللی نشم، هغه ځای چې هلته لویه شوم او هلته مې ژوند وکړ."
د دې لپاره چې له کور او کورنۍ څخه یې جلا والی ډیر احساس نشي، د اختر لپاره یي خرید کړی او له کورنۍ سره هم مهاله اختر لمانځي، خو وایي چې اختر هغه پخوانی خوند نلري.
خدیجه په کابل پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي محصله وه او سږ کال فارغېده.
هغې هیله درلوده چې یوه ورځ به خبریاله شي.
وایي، چې تر ټولو ترخه ورځ یي هغه وه چې له خپلې مور سره یې خدای پاماني وکړه.
د کور تر وره د مور د ژړا او انګولا غږ یې لا هم په غوږونو کې دی، خو مجبوریتونو اړه کړې چې له هېواده لیرې د کډوالی بدې ورځې تېرې کړي.
په دې راپور کې مو د خدیجې له مور، فریدې رضایي سره هم خبرې کړي.
هغه مور چې وایي، ټول بچیان یې مسافر شوي او سږنی اختر له خپل مېړه سره یوازې لمانځي.
فریده چې د تېر اختر د خاطرو، تیاریو او د اختر د ګډ لمانځلو کیسه کوي وايي: "د نازنینو بچیانو لپاره مې پېغام، تېر کال مو څه ښه اختر درلوده، دا اختر راته خوندور نه دی، تېر کال له خدیجه جانې سره یوځای لاړم او خرید مې وکړ، سږ کال می اولادونه مسافر دي. زما په شان د ډېری میندو اولادونه د کار او امنیت په لټه کې لاړل او مسافر شول، دا چې بچیان مې ښه دي، زما لپاره د خوشالۍ ځای دی، خو زه او د خدیجې پلار سږنی اختر له اولادونو پرته لمانځو."
فریدې رضایي اختر ته سودا اخیستې، خو وايي په سږني اختر کې د هغو کلونو خوند نشته، کوم چې اولادونه به یې ترڅنګ وو او د اختر د ورځور له هرې شېبې به یې خوند اخیسته.
ډیری ځوانان، په ځانګړي ډول د خدیجې په څېر د ښځو د حقونو فعالانې او خبریالان چې د طالبانو په راتګ سره یې هېواد پرېښی، سږ کال د اختر ورځې له کورنۍ لېرې او په کډوالۍ کې تېروي.
دا بیلتون نه یوازې د مسافرو لپاره، بلکی د کورنیو لپاره هم له درد او رنځه ډک دی.
د افغانانو لپاره د کډوالۍ او له کورنۍ د لیري والي دا درد او رنځ نه ختمیدونکی دی.