نن د می ۱۵مه د کورنۍ نړيواله ورځ ده، په کورنۍ کې په عمومي توګه پلار، مور، ورور او یا هم مشره خور هغه اصلي کسان دي چې د کورنۍ د نورو غړو لپاره د نفقې په ګټلو کې پیاوړی رول لوبوي.
د افغانستان په شان ټولنه کې کورنۍ ژوند په دې باور ولاړ دی، چې که بیلتون راشي نو کورنۍ جوړښت به سره وپاشل شي، ځکه چې د ډېری کورنيو د نفقې پيدا کولو مسؤليت يوازې يو کس ته ور تر غاړې وي.
نقیب الله اکبري ۲۹ کلن دی او يو درملتون لري.
نوموړی وايي، په میاشت کې له دې درکه یوازې یو څو زره افغانۍ ګټي خو وایي، چې اړ دی په همدې عاید د خپلې اته کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د نقیب الله په خبره، د کورنۍ څلور نور غړي یې هم د کار وړتیا لري چې باید کار وکړي خو وایي، د کاري فرصتونو د محدودېدو له امله اړ دی چې ټولې دا سختۍ او ناخوالې په یوازېتوب وګالي.
نوموړی وايي:"په دې کورنۍ کې چې زه ژوند کوم ۹ کسیزه ده، نه کېږي چې خپلې پیسې وسپموو، په میاشت کې یوازې هومره عاید ترلاسه کوو چې بېرته یې مصرف کړو، نو هېڅ ذخیره نه لرو او که خدای مکړه زه یوه میاشت کار ونه کړم،په دې معنا ده چې دوه نه بلکې ۵۰ سلنه لوږه باید وزغمو، د موږ په کورنۍ کې څلور نور کسان هم شته کار کولی شي خو اوس یوازې زه کار کوم او دا څلور نور اوزګاره دي که کاري فرصت وي، فابریکې وي او دا ۴ کسه نور هم کار وکړي، موږ کولای شو په سمه توګه یې مصرف کړو او هم سپما ولرو."
نوموړی وایي، د دې لپاره چې اقتصادي ستونزې او د ټولې کورنۍ ور ترغاړې مسولیت پرې دروند بار ګرځېدلی تر اوسه نه دی توانېدلی چې واده هم وکړي ځکه په خبره یې د واده کولو د لګښت توان نه لري.
عبدالتواب عليزی چې د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، په اتو زرو افغانیو خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.
نوموړي چې مخکې د واکسینونو په یو مرکز کې دنده درلوده او د ټولې کورنۍ غړو سترګې همده ته وې وایي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړې او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
نوموړی وايي: "په نورو هېوادونو کې د کورنۍ ټول غړي کار کوي او د ځان مصرف ګټي خو په افغانستان کې یو کس د ټولې کورنۍغړو ماشومانو او نورو ته شپه او ورځ زیار کاږي او هغوی ته عاید راټولوي."
نن د مې ۱۵ نېټه د کورنۍ نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له لوري په ۱۹۹۳ میلادي کال کې اعلان شوې.
دغه ورځ د کورني ژوند په اړه د عامه پوهاوي او ټولنیزې، اقتصادي او جمعیتي طریقې په برخو کې ګټوره ده.
خو په افغانستان کې د سنتي تعریف خلاف، په ډېریو هېوادونو په ځانګړې توګه لویدځ کې د ژوند طریقه فردی شوې ده.
هغه ډول چې هر څوک په کې د ځان د خرڅ او خوراک د ګټلو مسوول دی.
هلته د ګټې او مصرف ډېره کچه فردي ده او دا د دې لامل شوې، چې هر شخص د ټولنې په پراختیا کې ګټور رول ولوبوي.
خو ټولنپوه امید افغان په دې باور دي چې که د کورنۍ د نفقې ګټلو ټول مسوولیت د یو کس په غاړه وي او مصرف کوونکي ډېر وي نو بنسټیزې اسانتیاوې یې نه شي پوره کېدلی او دا د کورنیو او په پایله کې د ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي.
نوموړی وايي: "په ټولنه کې ستر جوړښتونه چې زموږ په افغاني ټولنه کې کورنې سترې دي،د دې لامل کېږي چې په کورنۍ او په لوړه کچه په ټولنه کې د پرمختګ سرعت پڅ شي، ټولنیز تحرکات په مناسب شکل نه ترسره کېږي او په ټیټه کچه اوکمزوري وي،
د افرادو تر منځ وابستګي زیاتېږي او د سپما او پانګونې فرهنګ له پلي کېدو پاتې کېږي، زموږ په افغانۍ اصطلاح یو کس ټول عاید ګټي او د ټولې کورنۍ سترګې د هماغه جېب ته وي."
د ښاغلي افغان په خبره د افغانستان په شان سنتي ټولنه کې د کورنۍ په اقتصاد کې پر ښځو اتکا کول کم دي، نو ځکه یې په ټولنه کې هم ونډه د نارینه وو په پرتله کمه ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو وروسته ډېر برخه ښخو چې په دولتي ادارو کې یې کار کوو او د خپلې کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ ډوډۍ ګټله هغه هم په کور کښېنول شوې.
دغه شان په دغه هیواد کې سوداګرې مېرمنې هم په خپل کار کې له ستونزو سره مخ دي.
ټولنپوه امید افغان وايي، چې د افغانستان خلک هم ښځې او نارینه باید په خپلو کورنیو کې په جلا توګه په مسولیت اخیستلو سره د خپلې کورنۍ او ټولنې د اقتصاد او پر مختګ به برخه کې مهم رول ولوبوي.