د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

"پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي"


د ولسي جرګې اکثرو غړیو د هیواد په ځینو ولایتونو کې پرماشومانوجنسي تیري وغنده.

د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې پر ماشومو نجونو د جنسي تیریو پیښو د ولسي جرګې غړي په غصه کړي دي.

دوی د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې دا اعمال د اسلام دین او بشري موازنو خلاف وبلل او له حکومت څخه یې په کلکه وغوښتل چې د دې پیښو عاملین ژر ترژره ونیسي اوپه سخته سزا دې محکوم کړي.

د ولسي جرګې غړو وویل؛ که حکومت او مربوط ارګانونه په دې هکله جدي اقدامات ونه کړي؛ مدني اعتراضونه به پیل کړي.

د جرګې لومړي مرستیال صدیق احمد عثماني چې په دې ورځ یې د جرګي مشري کوله؛ د جرګو د غړیو له څرګندونو وروسته وویل:

"پر وړو نجونو او هلکانو جنسي تیری او د ښځو تښتونه او داسې نور جنایتونه هغه څه دي چې د جمهور رييس؛ پولیسو او عدلي او قضایي ارګانونو پام ورته رااړوم او ترې غواړم هغه عمل چې د پغمان د پیښې له عاملینو سره وشو؛ له د دې پیښو له عاملینو سره دې هم وشي."

پر وړو نجونو د جنسي تیري په هکله د ولسي جرګې د غړو غصه په داسې حال راپاریدلې چې راپورونه وایي؛ تېره اوونۍ د تخار په ولایت کې پر یوې درې کلنې او دولس کلنې ماشومانې جنسي تیری شوی دی.

همدارنګه راپورونه وايي چې په بلخ ولایت کې هم ورته پیښه شوې ده.

د ولسي جرګې غړیو د افغانستان د علماوو په شوراهم غږ وکړ چې د دې غیرانساني او غیر بشري اعمالو پرضد دې اواز پور ته کړي.

دوی د بشر د حقونو له کمیسیون څخه هم وغوښتل چې د دې ډول افرادو پر وړاندې دې جدي دریځ غوره کړي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي بیا وایي؛ دوی غواړي چې د دې تېریو عاملینو ته جزا ورکړل شي.

د دې کمیسیون ویاند رفیع اله بیدار ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په دې هیله دي چې عدلي او قضایي ارګانونه پر وړو نجونو او هلکانو د تیري کوونکو پروړاندې جدي عمل وکړي او د هېواد د نافذو قوانینو سره سم دې یې مجازات کړي."

د افغانستان د بشر حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې په تېرو اوو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي یوزرو دوه سوه پنځه اتیا پیښې په دې کمیسیون کې ثبت شوي دي.

همدارنګه کمیسیون وایي چې په دې موده کې يې پرنجونو د جنسي تېریو شل قضیې هم ثبت کړي او راپوريې د حکومت اجراییوي ارګانونو ته سپارلی دی.

کارپوهان تاکید کوي، که د دې پیښو له عاملینو سره قانوني چلند وشي؛ شته ستونزه به کمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه کم یوه نیمه میاشت مخکې افغان حکومت شپږ تنه په دار وځړول چې عدلي او قضایي ارګانونو پرې د پغمان په لاره کې له ښځو سره زور زیاتي؛ جنسي تیري او له دوی څخه په زوره د مالونو اخیستل ثبوت کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG